د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

ځينې بې‌ځایه شوې کورنۍ: د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له کبله خپلو مېنو ته نه شو تللی


ارشیف: کابل کې د بې ځایه شویو کډوالو یو کمپ
ارشیف: کابل کې د بې ځایه شویو کډوالو یو کمپ

یو شمېر کورني بې ځایه شوي وايي، د اقتصادي ستونزو او د کار د زمينې د نشتوالي له امله نه‌شي کولى بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي.

د پروان ولایت اوسېدونکې ریحانه د خپل پلار، مور او ورونو سره په تېر جمهوري نظام کې د جنګونو له امله کابل ته بې‌ځایه شوې.

هغې ازادي راډيو ته وویل، کور یې د جنګونو له امله ویجاړ شو او دوی اړ شول کابل ته راشي.

دا وایي، په کابل کې هم د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او د کورنۍ له اتو غړو څخه یې یو هم کار نه‌کوي او ټول وزګاره دي.

نوموړې وايي: "موږ د پروان څخه کابل ته کډوال شوو، اوسمهال په یوه کرایي کور کې په ډېر بد اقتصادي وضیعت کې ژوند کوم، کور مې په بشپړه توګه په پروان کې وران شوی."

له میدان وردګو ولایت څخه بې‌ځایه شوی روح‌الله وايي، اوس‌مهال په کابل کې بې‌کاره دی او غواړي بېرته خپل اصلي ځای ته ستون شي، خو د اقتصادي ستونزو له امله نه‌شي کولای بېرته وردګو ته ولاړ شي.

روح‌الله وايي: "جنګونو زموږ کور خراب کړ او هيڅ څه موږ ته نه‌دي پاتي، اوس بېرته د تګ پیسې هم نه‌لرو، د حکومت او له ملګرو ملتونو څخه غواړم، چې له موږ سره مرسته وکړي."

انيسه د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده.

ارشیف: د کابل سرای شمالي کې د خیمو لاندې خلک به سختو شرایطو کې ژوند پرمخ وړي.
ارشیف: د کابل سرای شمالي کې د خیمو لاندې خلک به سختو شرایطو کې ژوند پرمخ وړي.

دا هم په کابل ښار کې له مېشتو بې‌ځايه شويو کسانو څخه ده، چې کابل ته د خپل راتګ لامل بې‌کاري او اقتصادي ستونزې بولي.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "زه د خوګیاڼو له ولسوالۍ یم، د بې روزګاري او بې‌کارۍ له امله کابل ته راغلم، اوبه نه وې چې کرنه مو کړې وای. ما ویل کابل ته به ولاړ شو چې روزګار مو ښه شي، د جمهوریت په وخت کې لږ کاروبار ښه و، خو د طالبانو په دې دوو کالو کې کارو بار نه‌شته، بې‌‌کاري ډېره شوې او زموږ اقتصاد هم خرابه دی."

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د بې‌ځایه شویو خلکو د غوښتنې او اصلي سیمو ته د دوی د انتقال په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی به د نورو بنسټونو په مرسته له کورنیو بې ځایه شویو کسانو سره نغدي مرستې وکړي او په افغانستان کې د بې ځایه شويو کسانو شمېر یې درې میلیونه ښودلی و.

بل پلو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري بیا په دغه هېواد کې د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر درې میلیونه او ۲۰۰ اعلان کړی و.

خو دغه سازمان دا هم ویلي وو، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون بې‌ځایه شوي کسان بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي دي.

د دې موسسې د رسنیو مسوول کارولین ګلوک ازادي راډيو ته ویلي وو، بې‌ځایه شوي د ځینو اسانتیاو له برابرولو وروسته بېرته خپلو اصلي سیمو ته تللي دي.

جګړه، ناامني، بې‌کاري، د کورنیو اقتصادي ستونزې او د اقلیم بدلون په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د کورنیو د بې‌ځایه کېدو اصلي لاملونه بلل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG