د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

ملګري ملتونه: څه باندې ۱۶ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري


ارشیف، یو شمېر افغان بې‌وزله بې‌ځایه شوي ماشومان د پلاستیکونو د راټولولو پر مهال.
ارشیف، یو شمېر افغان بې‌وزله بې‌ځایه شوي ماشومان د پلاستیکونو د راټولولو پر مهال.

ملګري ملتونه وایي، راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې به د هغو افغانانو شمېر زیات شي چې خوراکي توکو او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا سازمان د افغانستان اوسنی نفوس شااوخوا ۴۰ ملیونه ښيي او وایي، دې ډله کې نږدې نیمایي بشري مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري.

د دغه سازمان دبشري مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وایي، افغانستان د نړۍ په کچه دوهم هېواد دی چې ډېر وګړي یې د خوړو د نه‌خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ دي.

هلمند کې د جګړو له امله کورني بې‌ځایه شوي
هلمند کې د جګړو له امله کورني بې‌ځایه شوي

اوچا د ۲۰۲۱ کال په ارزونه کې ویلي، اوس‌مهال څه باندې ۱۶ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او دوی کې ۵ نیم ملیونه داسې دي چې د خوړو د نه‌خوندیتوب له بېړني حالت سره مخامخ دي.

د دوی په وینا، ۲۰۲۱ کال کې به هم وضعیت همداسې دوام کوي او بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر به په‌کې نږدې ۱۸ نیم ملیونه شي.

له دغه ګواښ سره مخامخ ډېر کسان هغه شاوخوا څلور ملیونه کسان دي چې په کور دننه بې‌ځایه شوي او له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

افغان چارواکي هم مني چې وضعیت کړکېچن دی، خو ډاډ ورکوي چې دوی له همکارو مؤسسو سره یوځای د ژغورنې پلانونه لري.

د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش د مطبوعاتي دفتر مشر محمد هدایت د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، حکومت د ملي دسترخوان د پروګرام په څېر، د بې‌وزلو لاسنیوي ته ځیني پلانونه لري.

فاریاب کې د افغان حکومت د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو د وېش لړۍ
فاریاب کې د افغان حکومت د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو د وېش لړۍ

ښاغلی هدایت زياتوي: "موږ د ولسي تړون پروګرام لرو چې د افغانستان په اکثرو ولسوالیو کې د عملي کېدو په حال کې دی، له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د دولت بل لوی پروګرام د ملي دسترخوان پروژه ده، د دې پروژې هدف د بې‌وزله کسانو او کورنیو بې‌ځایه شویو او کډوالو ملاتړ دی، څه باندې ۹۰ فیصده افغانان به د ملي دسترخوان له پروژې برخه‌من شي، دا پروګرام پیل شوی او ګام پر ګام ټول هېواد ته رسېږي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، په هغې ارزونه کې چې د شنبې په ورځ‌یې رسنیو ته لېږلی ویلي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان کې بشري وضعیت مخ په ځوړ روان دی.

طبیعي افتونه، زیاتېدونکې بې‌وزلي او کرونا وبا هغه ستونزې دي چې د اوچا په باور، د ګڼو افغانانو بشري وضعیت‌یې ځپلی دی.

دوی ویلي، پر دغو ستونزو سربېره جګړه او تاوتریخوالی بل ستر لامل دی چې پر افغانانو یې د ژوند کړۍ تنګه کړې.

ملګري ملتونه وایي، د سولې له هڅو سره سره تاوتریخوالی روان دی چې افغانان‌یې په فزیکي او رواني لحاظ سخت ځپلي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک غونډه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک غونډه

اوچا ویلي، د همدې تاوتریخوالي له کبله د افغانستان راتلونکی وضعیت نا معلوم برېښي، خو دوی هیله ښودلې که چېرې د سولې خبرې نتیجه ورکړی، د جګړې له اړخه به د افغانانو زیانونه کم او د بشري لاسنیوي فرصتونه به هم برابر شي.

XS
SM
MD
LG