د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

چارواکي: د سږکال په لومړیو شپږ میاشتو کې د بې وزلۍ کچه ۶ سلنه کمه شوې


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د کرونا ویروس له کبله د وضع شویو محدويتونو سره سره، د احصایې ملي اداره وایي، په افغانستان کې د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د بې وزلۍ کچه شپږ سلنه کمه شوې ده.

که څه هم کرونا ویروس ډېری هېوادونه له اقتصادي اړخه ځپلي، خو‌ د افغانستان د احصایې ملي اداره وایي، د دې هېواد اقتصادي وضعیت‌ ښه‌ شوی دی.

دې ادارې نن د دوشنبې ادارې نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خپلې څېړنې له خلکو سره شریکې کړي.

دا څېړنه د نړیوال بانک، یونېسف او د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په تخنیکي مرسته د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۱۳۷ کسسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوې ده.

د دې څېړنې پر بنسټ، په افغانستان کې بې وزلي، بي‌کاري او د ماشومانو درانه کارونه کم شوي او د ځوانانو او ډېر عمر لرونکیو د سواد زده کړي کچه پراخه شوې ده.

د افغانستان د معلوماتو او ملي احصایې ادارې رییس احمد جاوېد رسولي په کابل کې خبریالانو ته وویل، کرونا ویروس صنعتي هېوادونو ته زیات زیان رسولی دی، خو دا چې افغانستان صنعتي هېواد نه‌دی، له‌دې‌ کبله‌ یې ډېر زیان هم نه دی لیدلی.

هغه زیاتوي: "که موږ یې داسې پرتله کړو چې ډېر صنعتي یوو یا هم کرنیز، د هغو شمېرو له مخې چې موږ یې لرو، ډېر کار او عوايد مو په کرنې پورې تړلي، نو هغه مهال چې کرونا و، کرنیز سکټور زیان نه دی لیدلی او په عادي ډول مخ‌ته تللې، دا ښیي چې موږ له نورو هېوادونو سره ډېر توپیر لرو."

د افغانستان د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، د تلې تر میاشتې پورې چې په‌دې هېواد کې د کرونا خپرېدل ډېر وه، د بې وزلۍ کچه شپږ سلنه را کمه شوې ده.

افغانستان کې د کرونا ویروس د معلوملو لپاره یو کس معاینه کېږي.- ارشیف
افغانستان کې د کرونا ویروس د معلوملو لپاره یو کس معاینه کېږي.- ارشیف

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د بې وزلۍ کچه په دې موده کې له ۵۳ څخه ۴۷ سلنې ته را کمه شوې ده.

د‌ا شمېرې ښيي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان اقتصادي وده مخ په ښه کېدو ده.

مسوولان وایي، په ۱۳۸۶ کال کې خلکو هره میاشت د نږدې ۱۲۶۰ افغانیو په ارزښت توکي اخیستي، خو سږ کال بیا دا شمېره نږدې دوه برابره شوې او ۲۲۶۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

د هغو شمېرو له مخې چې دې ادارې خپرې کړې، روان کال د بې‌کارۍ کچه هم له ۴۴ څخه ۳۷ سلنې ته را ټيټه شوې ده.

د افغانستان د احصایې ملي ادارې مرستيال حسیب الله موحد وایي، د خلکو خوراکي خونديتوب هم ښه شوی دی.

موحد زیاتوي: "په ملي کچه له ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۹ کال پورې خوراکي خونديتوب له ۴۴ سلنې ۳۷ سلنې ته راټيټ شوی دی."

خو اقتصادي کارپوه شعیب رحیم بیا په‌دې اند دی چې افغانستان د کرونا ویروس د خپونکې څپې پر مهال اقتصادي وده نه ده کړې او د احصایې ملي ادارې شمېرې د قناعت وړ نه دي.

رحیم وویل: "کله چې اقتصادي وده ښکته وي، دا خپله د بې‌کارۍ، فقر او عاید د‌ کمېدو لامل کېږي."

له‌دې وړاندې د افغانستان ډېری هغو ادارو چې د عوایدو سرچینه بلل کېږي ویلي و چې د کرونا وبا له کبله یې عواید کم شوي دي.

هغه څه چې د احصایې ملي ادارې له شمېرو سره ټکر ښیي.

XS
SM
MD
LG