د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د کابل په ګډون پنځو زونونو کې د "کوېډ۱۹" نمونې اخیستل کېږي


د کرونا ویروس د ازمایښت اله
د کرونا ویروس د ازمایښت اله

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، اوس د کابل او پنځه زونونو په دولتي روغتونونو کې د کرونا ویروس نمونې اخیستل کېږي.

د هوا سړښت او د کروناویروس د خپرېدو دوهمه څپه.

د افغانستان د عامې روغتیاوزارت وايي، وروسته له دې د کابل او پنځه زونونو په دولتي روغتونونو کې د کروناویروس نمونې اخیستل کېږي.

ددغه وزارت د قانون د پلي کېدو د ارزونې رییس خالد احدي وايي، په کابل کې اتلس دولتي او۲۳ خصوصي روغتونونه د کرونا ویروس نمونې اخلي اود همدغو دولتي روغتونونو اړوند ګرځنده ټیمونه هم فعالیت ولري.

دغه وزارت وايي، د دغه ویروس د ازمايښت له لابراتوارونو څخه څلور په کابل، شپږ مرکزونه د هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ، کندز او ګردیز په ولایتونو او دوه نور لابراتوارونه، د هرات په تورغونډۍ او د فاریاب په اقینه بندرونو کې فعال دي.

ددغه وزارت د قانون د پلي کېدو دارزونې رییس خالد احدي وویل: "تراوسه د ټېسټ کولو له کموالي سره مخ نه یو، هیله ده د دغه ویروس په دوهمه څپه کې هم ورسره مخ نه شو، یوازې په هرات ولایت کې مود اکسیجن کموالی درلود چې دا ستونزه بیا حل شوه، خو په دغه ولایت کې د کروناویروس پېښې مخ په ډېرېدو دي."

داپه داسې حال کې ده چې د کروناویروس د خپرېدو په لومړۍ مرحله کې ناروغانو په لابراتوارونو کې د ازمایښتي موادو له کمښت او د علایمو په معلومولو کې له ځنډ نه شکایتونه لرل.

اوس د دولتي روغتونونو ترڅنګ چې فعال دي، د درملنې خصوصي مرکزونه د پیسو په اخیستو سره، د کرونا ازمایښت ترسره کوي.

خو ایا خلک کولی شي د کروناویروس د ازمايښت لپاره په خصوصي روغتونونو کې پیسې ورکړي؟

رویا علمي چې تازه په کرونا ویروس اخته شوې وايي، د دغه ویروس د ازمایښت لپاره د ډېرو پیسو د ورکړې وس نه لري، له همدې امله په ورځو ورځو انتظارباسي چې، دولتي روغتونونه یې د ناروغۍ نمونه واخلي.

هغې زیاته کړه: "له هغو ټولو خلکو چې پر دغه ناروغۍ اخته دي هیله کوم چې ځانونه قرنطین کړي، ډېرې میوې وخوري، سوچ ونه کړي ځکه سوچ لامل کېږي چې د بدن معافیت یې ټیټ شي."

خو د درملنې د ځینو مرکزونو مسوولین وايي، د بېوزلو ناروغانو لپاره یې ۵۰سلنه تخفیف په پام کې نیولی دی.

په کابل کې دیوه خصوصي روغتون رییس رضوان الله احمدزی وايي، د کروناویروس د هر ازمایښت په بدل کې۴۵۰۰ افغانۍ اخلي.

د رسمې شمېرو له مخې، د کروناویروس د خپرېدو له پیل راهیسې، په هېواد کې پر کروناویروس د ۱۴۹۱۰۰ مشکوکو اخته کسانو نمونې اخیستل شوي چې ۴۶۴۹۸ یې مثبتې وې.

XS
SM
MD
LG