د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

"که راتلونکې اونۍ پر کرونا د اخته‌وو شمېر ډېر شي پر ادارو جدي بندیزونه لګېږي"


په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته کسانو درملنه کیږي
په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته کسانو درملنه کیږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له پراختیا اندېښمن دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که په راتلونکي اوونۍ کې د کرونا شمېرې لوړې شي په دولتي او غیر دولتي ادارو به جدي بندیزونه ولګول شي.

دی وايي: "دا مهال د ودونو تالارونه بند شوي او که تر راتلونکې یوې یا دوه اونیو پورې د کرونا ویروس پېښې لا زیاتې شي، د بندیزونو دغه موده به وغځيږي، په روانه میاشت کې به ښوونځي هم وتړل شي او که ارقام لوړ شي د دولتي او غیر دولتي ادارو کاري مهالویش به هم دوه وخته شي."

د کابینې د پرېکړې له مخې د ودونو ټول هوټلونه به د روان کال د لیندۍ میاشتې له لومړۍ نېټې تړلي وي، دا پرېکړه د سړې هوا او د کرونا د دوهمې څپې راتګ له امله شوې ده.

ښاغلي ترکي وویل چې خلک ټولنیز واټن په پام کې ونه نیسي او له ماسکونو ګټه وانه خلي ممکن لوی ناورین رامنځ ته شي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال نږدې ۳۰ سلنه افغانان له ماسکونو ګټه اخلي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس شمېرو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی. دغه فیصدي تر دې وړاندې ۶ سلنه وه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې په ځانګړي ډول فیسبوک او ټویټر کې د مړو اعلانونه هم زیات شوي چې ښایې زیات شمېر یې د کرونا له امله ژوند بایلي.

په همدې حال کې د کابل ښار اوسېدونکي هم د کرونا ویروس له پراختیا اندېښمن دي.

کابل ښاریان
کابل ښاریان

د کابل دوه اوسېدونکي رحم الدین او جلال وايي: "کرونا جدی شوې، خلک واټن نه مراعتوي، عامې روغتیا وزارت هم جدي پلان نه لري، نو اندېښمن یو چې کرونا څپه به لا جدې شي.

-له عامې روغتیا وزارت غواړو چې جدي پام وکړي، بندیزونه سخت کړي او هغه خلک جریمه کړي کوم چې واټن نه مراعتوي."

د عامې روغتیا وزارت په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۲۳ پیښې ثبت شوي او له دې امله درې تنه مړه شوي دي.

ویل کېږي چې په ټوله کې نږدې ۴۵ زره او ۸۴۲ تنه په کرونا ویروس باندې اخته شوي چې۱۷۴۰ تن مړه شوي او ۳۶ زره ۲۹۵ تنه بیرته رغیدلي دي.

XS
SM
MD
LG