د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

یونیسف: راتلونکى کال ۹۲ هېوادونو ته د کرونا دوه میلیارډ ډوزه واکسین لېږو


ارشيف
ارشيف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف وایي، په پام کې لري چې راتلونکی کال د ودې په حال کې ۹۲ هېوادونو ته د کرونا دوه میلیارډ ډوزه واکسین او یو میلیارډ سورنجونه یا ستنې ولیږي.

یونیسف، چې د نړۍ په کچه د واکسین پېرلو تر ټولو لویه اداره ده، هر کال نږدې سلو هېوادونو کې د ویروسونو د خپرېدو د مخنیوي او د کتلوي معافیت په هدف څه باندې دوه میلیارډ ډوزه واکسینونه پېري.

د ودې په حال کې هېوادونو ته په دغه شمېر د کرونا واکسین لېږل اسانه هم نه دى، خو یونیسف وایي، چې له بار وړونکو په سلګونو هوایي او سمندري شرکتونو او د لوجستیک له نړیوالو شریکانو سره په دې برخه کې کار کوي.

په عین حال کې د نړۍ د لویو شلو اقتصاد لرونکو هېوادونو مشرانو د ریاض په سرمشریزه کې ژمنه وکړه چې هیڅ ډول هڅه به ونه سپموي څو دا مسئله یقیني شي چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې واکسین ټولو خلکو ته یوشان ورسېږي او د هغو هېوادونو، چې د کرونا خپرې شوې وبا یې اقتصادونه ډېر ځپلي، لاس نیوی وشي.

د امریکا او اروپا د درمل جوړولو یو شمېر لویو شرکتونو له دې وړاندې ویلي چې د کرونا ضد واکسینونه یې په پراخه پیمانه تولید ته نږدې شوي دي.

د امریکایي فیزر او مودیرنا کمپنیو له خوا جوړو شویو واکسینونو ښودلې چې له کرونا څخه د خوندي کېدو اغېزمنتوب یې په سلو کې څه باندې ۹۰ دی.

XS
SM
MD
LG