د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

هنګري د روسیې د کرونا ضد واکسین نمونه ترلاسه کړې


د روسیې له لوري جوړ شوی واکسین
د روسیې له لوري جوړ شوی واکسین

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر وايي، لومړنی اروپايي هېواد دی چې تېره اوونۍ یې د روسیې د کرونا ضد واکسین نمونه ترلاسه کړه.

پیتر ژیارتو پرون (دوشنبه) د خپل هېواد پارلمان ته وویل، لومړني لس ډوزه واکسین به، چې په اګست میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍ د لومړني کرونا ضد واکسین په توګه وراستولي وو، په هنګري کې وازمویل شي.

د روسیې له لوري دا واکسین له ضروري اسنادو سره د هنګري چارواکو ته وسپارل شو چې ټیست یې کړي او معلومه کړي چې ایا دا واکسین خوندي، اغېزمن او د دې وړ دي چې د هنګري خلکو ته ورکړل شي.

تېره اوونۍ د هنګري صدراعظم وویل چې د دغه هېواد او د روسي درمل جوړوونکې شرکت ترمنځ په هنګري کې د دغه واکسین د جوړولو پر امکان خبرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG