د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د "کويډ19" ضد واکسین د موندلو په صورت کې د کنتاس هوايي شرکت غوښتنه


 د کويډ19 ضد واکسین
د کويډ19 ضد واکسین

د اسټرالیا هوايي شرکت کنتاس وايي، کله چې د کرونا-ضد واکسین هر چا ته د موندلو وړ وي، له نړیوالو مسافرو به وغواړي چې باید د سفر پر مهال واکسین شوي وي.

د دغه شرکت اجرائیه رئیس الن جویس پرون وویل، د اسټرالیا هوايي شرکت په پام کې لري، چې دغه پالیسي عملي کړي او دا مقررات به په دغه شرکت کې عادي بڼه خپله کړي.

دغه زیاته کړه، په بازار کې د کرونا ضد واکسین د موجودیت شرایطو ته په کتو به په کورنیو الوتنو کې د دې واکسین اړتیا په پام کې ونیول شي، خو په نړیوالو الوتنو کې به دغه واکسین ضروري وي.

که څه هم په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۵۹ ميلیونو اوښتی، په عین حال کې د کرونا ویروس ضد واکسین جوړولو هڅې هم چټکې شوې دي.

XS
SM
MD
LG