د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

اسټرازینیکا شرکت: جوړ شوی واکسین د "کویډ۱۹" پر وړاندې ۹۰ سلنه اغېزمن دی


 استرازینیکا شرکت له لوري جوړ شوی واکسین
استرازینیکا شرکت له لوري جوړ شوی واکسین

د کرونا یروس پر وړاندې د واکسینونو د جوړولو د هڅو په ترڅ کې اسټرازینیکا شرکت وایي، جوړ شوی واکسین یې د کرونا ویروس پر وړاندې تر نوي په سلو کې اغېزمن دی.

تر اوسه له ۵۸ میلیونو زیات وګړي په نړۍ کې پر کرونا اخته شوي او نږدې یو ملیون څلور لکه یې له امله مړه شوي دي.

د اکسفورډ له خوا جوړ شوي د دغه واکسین د لومړنیو آزموینې په نتیجه کې چې نن خپرې شوې معلومه شوي چې د یوې میاشتې په موده کې لومړی د دغه ویروس نیمایي او بیا بشړ دوزه د کرونا ویروس پر وړاندې په سلو کې نوي اغېز درلودلی دی.

تردې مخکې د امریکایي فیزر او مودیرنا کمپنیو له خوا جوړو شویو واکسینونو ښودلې چې له کرونا څخه د خوندي کېدو اغېزمنتوب یې په سلو کې څه باندې ۹۰ دی.

XS
SM
MD
LG