د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

غني: افغان ښځې د "کوېډ١٩" د خپرېدو له کبله تر ټولو زیاتې ناخوندي وې


ولسمشر غني
ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان ښځې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله تر ټولو زیاتې ناخوندي او زیانګالې وې.

ښاغلي غني تېر ماښام په یوه انلاین کنفرانس کې د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې همداراز وویل، افغانستان په سږني ژمي کې د کوېډ۱۹ له دوهمې څپې سره مخامخ دی.

ده د کرونا ویروس په دوهمه څپه کې د نړیوالې سولې لپاره د ملګروملتو د سرمنشي غوښتنه هم تکرار کړه.

عصمت څاروان په دې اړه راپور برابر کړى چې د لاندې لينک په کېکاږلو سره يې اورېدلى شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG