د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

یونېسف: افغانستان کې تر دوو میلیونو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي


یونېسف وايي، دوی په ۲۰۲۱م کال کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د مرستې لپاره ۲۱ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري.
یونېسف وايي، دوی په ۲۰۲۱م کال کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د مرستې لپاره ۲۱ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره (یونېسف) وايي، د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې تر دوو میلیونو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

یونېسف وايي، دوی په ۲۰۲۱م کال کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د مرستې لپاره ۲۱ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري.

په کابل کې د یونېسف ویاند فریدون ارین ازادي راډیو ته وویل: "د یونېسف وروستۍ څېړنې ښيي چې په ۲۰۲۱م کال کې افغانستان کې څه باندې ۲،۱ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې په دې کې ۹۰۰،۰۰۰ ماشومان له سختې (حاد) خوارځواکۍ سره مخامخ دي. د دې لپاره چې یونېسف وکړای شي دغه ستونزه حل کړي، اړتیا وینو چې له نړیوالې ټولنې ۲۱ ملیون ډالره ترلاسه کړو."

د یونېسف ویاند وايي په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د مرستې لپاره دغه اداره په روانه میلادي میاشت (ډسمبر) کې هم درې نیم ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان په یوه روغتیايي مرکز کې ناروغ ماشومان
د افغانستان په یوه روغتیايي مرکز کې ناروغ ماشومان

سحر د کندهار د درېیمې ناحیې اوسېدونکې ده چې وایي کوچنۍ لور یې د اتو میاشتو ده، خو له شپږو میاشتو راهیسې له خوارځواکۍ کړېږي: "لور مې چې پیدا شوې تر اوسه پورې نسناستې ده. نه ښه کېږي. ډاکترانو ته‌یې بیایو، درملنه‌یې کوو، بیا هم نه ښه کېږي. د دوو میاشتو وه چې په نسناستي اخته شوه، تر اوسه‌یې ستونزه حل شوې نه‌ده."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو د څانګې کمېشنرې راضیې صیاد تېره میاشت په کابل کې یوه کنفرانس ته ویلي وو، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر دوو ملیونو او ۹ لکو ته رسېدلی چې عمرونه‌یې تر پنځو کلونو کم دي.

په کابل کې د یونېسف ویاند فریدون ارین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو اړو ماشومانو ته د دوی د مرستې رسونې هڅې زیانمنې کړې دي.

افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان
افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

ښاغلي ارین زیاته کړه: "موږ غوښتل چې په ۲۰۲۰م کال کې په سختې خوارځواکۍ له ۳۰۰،۰۰۰ اخته ماشومانو سره مرسته وکړو، خو له بده مرغه د 'کووېډ-۱۹' له راتګ سره دغه حالت لا کړکېچن شو. اوس ګورو چې د افغانستان ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۷ ولایتونو کې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې شمېر یې ۲ ملیون او یو لکو ته رسېږي. هدف مو دا دی چې په ۲۰۲۱م کال کې څه باندې ۴۰۰،۰۰۰ ماشومانو ته خواړه او خدمات برابر کړو."

که څه هم د خوارځواکۍ عمده علت بې‌وزلي او د عامه پوهاوي کموالی ګڼل کېږي، خو ویل کېږي په افغانستان کې روانې جګړې هم په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات کړی دی.

په زیاتو ولایتونو کې ناامنۍ او د وچکالۍ دوام له خپلو سیمو د خلکو د بې‌ځایه کېدو سبب شوي چې په دغسې وضعیت کې د دوی ماشومانو ته وړ خواړه او لومړنۍ روغتیايي اسانتیاوې نه‌رسېږي.

XS
SM
MD
LG