د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

افغانستان کې د ماشومانو او مېرمنو د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنې


آرشیف/ د افغانستان یو روغتون
آرشیف/ د افغانستان یو روغتون

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې مخ په ډېرېدو دي.

د دې وزارت د تغذيې د څانګې مسؤل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۰۱» ازادي راډيو ته وویل، سره له دې چې دغه وزارت په خوارځواکۍ د اخته کسانو د درملنې لپاره اقدامات ترسره کړي، خو په وینا یې د خوارځواکۍ کچې ته په کتو دا اقدامات بسنه نه‌کوي.

ډاکتر شفیق‌الله صافی د کورنیو دغو اندېښنو ته په کتو وايي:

"موږ هغه سرچینې چې تر لاس لاندې لرو هڅه کوو چې په ۲۲ ولایتونو کې چې ډېر زیانمنونکي دي او په‌کې د خوارځواکۍ پېښې ډېرې دي ورته رسېدنه وکړو، یو شمېر ولایتونو کې به سم خدمات نه‌وي رسېدلي، وجه‌یې هم دا ده چې موږ کافي منابع نه‌لرو."

ډاکتر صافی وايي، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د خوارځواکۍ د پېښو د کمولو لپاره بېلابېل روغتیايي مرکزونه کار کوي.

د ښاغلي شفیق په وینا، دا مهال په ټول افغانستان کې له پنځه کلنۍ ښکته دوه میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې له دې ډلې ۲۱۶ زره‌یې په شدیدو او ۳۱۷یې په متوسطه کچه تر درملنې لاندې دي.

د یوه خوارځواکي ماشوم مور مریم وايي زوی یې له تېر یو کال راهیسې په خوارځواکۍ اخته شوی.

مریم زیاتوي، سره له دې چې ماشوم‌یې په ډېرو روغتونونو ګرځولی، خو لا هم ښه نه‌دی او اوس د اندراګاندي د ماشوم د روغتیا په انسټټیوټ کې بستر دی.

مېرمن مریم زیاتوي:

"زما زوی له تېر یو کال راهیسې په خوارځواکۍ اخته دی، د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو لپاره موږ خپله ټوله وسه وکړه، خو لاهم نه‌دی ښه شوی."

د کابل ښار اوسېدونکی محمد زمان هم وايي، ماشوم‌یې په خوارځواکۍ اخته شوی او په‌دې برخه کې له کمو امکاناتو شکایت کوي.

ښاغلی محمد زمان وايي:

"ماشوم مې خوارځواکي لري، ډاکتر په ډاکتر او روغتون په روغتون وګرځېدم، خو نتیجه‌یې نه‌ده ورکړې، په دولتي روغتونونو کې ناروغانو ته کمه پاملرنه کېږي او داسې معیاري روغتون هم نه‌شته چې خپل ماشوم هلته یوسم او درملنه‌یې وشي."

د افغانستان په نقشه کې د کابل ولایت
د افغانستان په نقشه کې د کابل ولایت

راضیه بیا هغه مور ده چې زوی یې په ماشومتوب کې په خوارځواکۍ اخته شوی و.

هغه وايي، ماشوم‌یې اوس ۱۳ کلن دی، خو د نورو همزولو په څېر یې وده نه‌‌ده کړې.

راضیه وايي:

"زما دوهم زوی ماشومتوب کې په خوارځواکۍ اخته شوی و او اوس‌یې خویندې او وروڼه پوښتنه کوي چې ولې زموږ د ورور جسامت دومره وړوکی پاتې دی، د هغوی په ځواب کې بیا وایم چې د اقتصادي ستونزو له وجې ستاسې ورور په خوارځواکۍ اخته شوی و."

دا په‌داسې حال کې ده چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یونېسف نوی راپور ښیي چې په افغانستان کې له پنځه کلنۍ ښکته دوه میلیونه ماشومان او ۴۸۵ زره میندې په خوارځواکۍ اخته دي.

متخصص ډاکتران وايي، له پنځه کلنۍ ښکته عمر لرونکو ماشومانو ته د کافي اندازه خوړو نشتوالی د دوی د خوارځواکۍ لامل ګرځي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG