د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې کرونا د بې‌ځایه شویو خلکو ستونزې ډېرې کړي


ارشیف
ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، کرونا وبا په افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شویو خلکو ستونزې ډېرې کړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان په ګډون ګڼو بې‌وزله هېوادونو کې شااوخوا ۱۶۸ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، دې ډله کې میلیونونه کسان داسې دي چې هره ورځ یوازې د ژوندي پاته کېدو لپاره هڅه کوي.

په راپور کې د افغانستان د څلورو لسیزو اوږدې جګړې ته اشاره شوې چې په خلکو په ځانګړې توګه بې‌ځایه شویو او کډوالو کورنیو باندې یې د ژوند کړۍ تنګه کړې.

د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینره سمیرا حمیدی وایي، نړیواله ټولنه باید خپلو مرستو کې د افغانستان بې‌ځایه شوي هېر نه‌کړي.

هغه زیاته کړه: "د بخښنې نړیوال سازمان دغه راپور کې چې پرون د اګسټ په ۱۹مه خپور شو د ځینو بې‌ځایه شویو کسانو کیسې هم را اخیستي."

د حکیم په نوم یوه کس چې له لغمانه د کابل چمن ببرک سیمې ته بې‌ځایه شوی ویلي، د کرونا وبا پیل کې دولت یوازې د دوه اوونیو لپاره ورسره مرسته وکړه.

د کرونا ویروس پر مهال له بې‌وزلو سرو مرسته
د کرونا ویروس پر مهال له بې‌وزلو سرو مرسته

حکیم امنستي انټرنشنل ته ویلي د کرونا ویروس د مخنیوي له لارو چارو خبر دي، خو نه‌یې شي مراعاتولی.

ده زیاته کړه: "موږ یوه خټینه جونګړه کې اته تنه اوسو، څنګه ټولنیز واټن مراعات کړو، موږ څښاک لپاره اوبه نه‌لرو، څنګه د ثانیو لپاره خپل لاسونه ومینځو، موږ یوه کوټه لرو، څنګه هغه کس قرنطین کړو چې د کرونا نښې نښانې لري."

د مریم په نوم بې‌ځایه شوې چې د ننګرهار په سرخ دیوار کمپ کې له یوه نیم کال راهیسې اوسېږي، د بخښنې نړیوال سازمان راپور ورکوونکي ته د زړه غوټه خلاصه کړې.

مریم ویلي "د کرونا وبا پر مهال موږ اوبه نه‌درلودې، اوږد واټن مو وواهه چې د نورو خلکو له کورونو اوبه راوړو یا یې له ټانکرونو واخلو، د اوبو د کموالي له کبله ستونزمنه وه چې موږ بشپړ نظافت مراعات کړو."

د عایشې په نوم بلې بې‌ځایه شوې بیا ویلي، دا نه‌پوهېږي چې کرونا څه شی دی، دې زیاته کړې دې برخه کې یې یوازې له خلکو اورېدلي او د پوهاوي لپاره څوک کمپ ته نه‌دي ورغلي.

بې‌وزلي او کرونا، هغه دوه ګواښونه چې د بخښنې نړیوال سازمان په وینا بې‌ځایه شوي کسان ورسره مخامخ دي.

ارشیف
ارشیف

په همدې حال کې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د بشرپالنې نړیوالې ورځې په مناسبت د بشري اوربند غوښتنه کړې.

دې ټولنې هم ویلي چې کرونا وبا بشري مرستو ته اړتیا ډېره کړې او په کار ده چې د جګړې ښکېلې ډلې اوربند وکړي.

خو په افغانستان کې وروستیو څو ورځو کې د ناامنیو پېښې له هغې ډلې هدفي وژنې ډېرې شوي چې ملکیان هم په‌کې زیانمنېږي.

XS
SM
MD
LG