د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

انټر پرېټر: افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' نامرئي ناورین


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • انټر پرېټر

انټر پرېټر خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې یوه مقاله لیکلې چې نوم‌یې دی په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' نامرئي ناورین.

خپرونه د دې مقالې په یوه برخه کې لیکي په دې هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې اساسي ستونزه د ویروس د مخنیوي لپاره د لومړنیو اقداماتو کموالی دی.

خپرونې په کابل کې د قبر کېندونکي له قوله لیکلي چې وایي د کرونا ویروس تر خپرېدو دمخه‌یې په ورځ کې اووه یا اته مړي خښول، خو اوس د مړو شمېر په ورځ کې تر ۲۰ پورې رسېدلی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې شااوخوا ۱۰ میلیونه وګړي په دې هېواد کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

خپرونې داسې انځورونه خپاره کړي چې ښیي ځینو خلکو ماسکونه نه‌دي اغوستي. ډاکتران سپارښتنه کوي چې د کرونا ناروغۍ د خورېدو د مخنیوي لپاره ښه ده چې خلک په عامه ځایونو کې ماسک واغوندي او فزیکي واټن مراعات کړي.

  • ګارډین

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د کرونا ویروس یوازې خپله د خطر منبع نه‌ده، بلکې په نورو روغتیایي برخو لکه د پولیو واکسین په وړاندې یې هم ستونزې جوړې کړي.

ورځپاڼه د افغانستان د روغتیایي چارواکو په حواله لیکي چې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج پېښې ۳۴ ته رسېدلي چې ډېری یې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ په سطح وروستي هېوادونه دي چې لا هم د پولیو پېښې په‌کې شته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د پولیو واکسین د تطبیق پروګرام‌یې نوی پیل کړی دی، خو زیاتوي چې د کرونا ویروس له کبله محدودیتونه د دې سبب شوي چې واکسیناتوران ونه‌شي کړای ټولو خلکو ته لاسرسی ولري او کور په کور وګرځي.

  • کرانیکل هیرالډ

د کاناډا چاپ کرانیکل هیرالډ ورځپاڼي په اوتاوا کې هغه تالار ته د زیان اوښتو په اړه لیکلي چې د افغانستان د جګړو د قربانیانو د یادولو لپاره جوړ شوی وو.

ورځپاڼه لیکي چې دا تالار د افغانستان په جګړو کې د کاناډایي قربانیانو د درناوي لپاره په ۵۰۰ زره ډالرو لګښت جوړ شوی وو.

په دې مطلب کې راغلي چې دا تالار یا ودانۍ د کاناډا د دفاع وزارت اړوند وه چې د اوبو د نل د لیک کېدو له کبله ویجاړه او له فبرورۍ راهیسې تړلې ده.

د راپورونو له مخې د افغانستان په جګړو کې ۱۵۸ کاناډایي سرتېري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG