د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د بشري مرستو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړ دي


ارشیف
ارشیف

د اګسټ ۱۹مه د بشري مرستو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو د تېر کال د شمېرو له مخې په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې اصلي برخه‌یې خوراکي توکي دي.

خو د بشري مرستو د رسونې په برخه کې یو تر ټولو لوی خنډ، د مرسته رسوونکو امنیت دی هغه څه چې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون‌یې په اړه اندېښنه ښيي.

د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون یو پخوانی موټر چلوونکي ۴۱ کلن احمد جاوېد چې د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په کابل کې ووژل شو د درې اولادونو پلار و، د بشر حقونو کمېسیون سره د کار پر مهال پرې چاودنه وشوه.

د احمد جاوېد ورور شېر حسن وايي: "احمد جاوېد ۱۸ کاله کېدل چې د بشر حقونو کمېسیون سره‌یې کار کاوه او د وژل کېدو دلیل‌یې هم همدا و چې د بشر حقونو کمېسیون سره کارکوونکی و. هغه دښمنانو له موږ واخیست."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون نه‌یوازې دا چې د خپلو کارکوونکو، بلکې د ټولو خیریه بنسټونو د امنیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دې کمېسیون خپله اندېښنه د اګسټ په ۱۹مه یعنې د بشري مرستو د نړیوالې ورځې په مناسبت څرګنده کړې ده.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله فرهنګ
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله فرهنګ

د دې کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "دا سمه ده چې مرسته مرستندویه بنسټونه کوي، خو د هغوی امنیت او خوندیتوب ته دې جدي پام وشي."

بل لور ته د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، داسې مهال چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري، خو بې‌وزلو ته د مرستې رسول د مرسته کوونکو د ځان په بیه پرېوځي.

د دې ادارې ویاند نوراغا صاحب‌زاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوی کارکوونکي له ټولو خطرونو سره سره په ټول افغانستان کې کار کوي.

ده زیاته کړه: "جګړه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ده. په دې کې شک نه‌شته چې جګړه منفي اغېزې لري. د سرې میاشتې ټولنه د خپلو هغو هېوادوالو په اړه چې مرستو ته اړتیا لري، اندېښمنه ده. زموږ اداره په بشپړ ډول بې‌طرفۍ د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د خلکو خدمت کوي."

د ملګرو ملتونو د تېر کال د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې تر ټولو مهمه برخه‌یې خوراکي توکي دي.

له دې سره په خوا کې وچکالۍ او د کرونا ویروس خپرېدو وضعیت لا خراب کړی دی.

که څه هم د افغانستان حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په مټ هڅه کوي چې دې ستونزې ته حل لار پیدا کړي، خو د مالي او لوجستیکي سرچینو د کموالي له کبله تر اوسه برلاسی شوی نه‌دی.

تمیم عظیمي
تمیم عظیمي

د دې وزارت ویاند محمد تمیم عظیمي ازادي راډیو ته وویل: "له هغو ۱۰ میلیونه کسانو چې بشري مرستو ته اړتیا لري، نږدې دوه نیم میلیونه‌یې هغوی دي چې د طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوي دي او مرستو ته‌یې اړتیا درلوده. له ټولو ستونزو سره سره بیا هم حکومت د خپلو نړیوالو همکارانو په مرسته تر یوه حده له دوی سره مرسته کړې ده."

د افغانستان د حکومت، یو شمېر نړیوال بنسټونه او د خوړو نړیوال سازمان هم په دې لټه کې دی چې دې کسانو ته مرسته ورسوي، هغو کسانو ته چې په ورځني ډول له لومړنیو اسانتیاوو هم بې‌برخې دي.

XS
SM
MD
LG