د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

بشر حقونو کمېسیون: په کور دننه بې‌ځایه شویو افغانانو شمېر نږدې ۷۵ سلنه زیات شوی


کندهار ولایت کې بې‌ځایه شوې کورنۍ
کندهار ولایت کې بې‌ځایه شوې کورنۍ

په افغانستان کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوې دي.

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون په خپل نوي راپور کې په کور دننه د بې‌ځایه شویو د شمېر د زیاتېدو خبر ورکوي.

دا کمېسیون وايي، یوازې د تېرو دوو کلونو د ناامنۍ او جګړو له امله نږدې ۵ ملیونه خلک بې‌ځایه شوي، داسې مهال چې دا شمېره په ۱۳۹۴ کال کې یو ملیون او ۲۵۰ زرو ته رسېده. د دې دوو شمېرو پرتلنه، په کور دننه د بې‌ځایه شویو په شمېرو کې ۷۴،۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په راپور کې زیاته شوې وروستیو شپږ میاشتو کې د جګړو له امله ۶۹ زره او ۴۸۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي چې یوازې د غبرګولي له ۱۷مې د چنګاښ تر ۱۷مې دا شمېر ۳۲ زره او ۲۸۴ کورنیو ته رسېږي چې ډېر یې د ننګرهار ولایت دي.

د دې کمېسیون غړې بنفشې یعقوي نن په یوه خبري غونډه کې وویل: "د ۱۴۰۰م کال په لومړیو ۳ میاشتو کې په ۱۶ ولایتونو کې ۱۵۸ زره او ۳۹۲ کورنۍ د جګړو له امله له خپلو اصلې مېنو بې‌ځایه شوي. که موږ هره کورنۍ په اوسط ډول شپږ کسیزه وشمېرو، ټولیز شمېر یې ۹۵۰ زرو تنو ته رسېږي."

کندز کې بې‌ځایه شوې کورنۍ
کندز کې بې‌ځایه شوې کورنۍ

دې کمېسیون د یوې نظرپوښتنې پر بنسټ چې په ۳۰ ولایتونو کې یې له ۲ زره ۹۰۳ کورنیو نه کړې ویلي، له دوی ۶۸ سلنه‌یې د جګړو او تاوتریخوالي له امله خپل کورونه پرېښي دي.

د دې نظرپوښتنې له مخې، وروستیو شپږ میاشتو کې ۳۲ سلنه خلک بې‌ځایه شوي، له ۸۵ سلنې زیاتو خلکو له کډوالۍ وړاندې زیان لیدلی، له ۲۱ سلنو یې د کورنۍ غړي وژل شوي او د نږدې ۱۲ سلنو د کورنۍ غړي ټپیان شوي دي.

د دې نظرپوښتنې پر بنسټ، په کور دننه د بې‌ځایه شویو ۸۳ سلنې ته د حکومت د مخالفانو او ۹،۴ سلنې ته بیا د حکومتي ځواکونو له‌خوا زیان رسېدلی دی.

د دغو بې‌ځایه شویو له ډلې یو هم دورګل دی چې د نا امنۍ له لاسه له خپلو شپږو اولادونو سره د پکتیا له زرمت کډه په سر، د پکتیکا شرنې ته راغلی دی.

دوی په یوه کرايي کور کې ژوند کوي.

دورګل وايي، جګړې دلته هم ارام نه‌دی پرېښی: "له مکرم‌خېلو راکډه شوی یم. یو ځل راسره مرسته هم شوې، خو بیا مې لاسنیوی نه‌دی شوی. کرایي کور کې اوسېږم. درې زره افغانۍ کرایه ورکوم. شپږ اولادونه لرم. کار نه‌شته او ستونزې موډېرې دي."

جوزجان ولایت کې بې‌ځایه شوې کورنۍ
جوزجان ولایت کې بې‌ځایه شوې کورنۍ

افغان حکومت او طالبانو که څه هم د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون د دې راپور په اړه تازه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې یې د دې ډول پېښو پړه پر یوه او بل اچولې ده.

دا راپور ښيي چې په کور دننه له بې‌ځایه شویو ۳۴ سلنه‌یې له روغتیايي خدمتونو، ۵۵ سلنه‌یې له زده‌کړې، ۴۵ سلنه‌یې له مرستو او ۱۰ سلنه‌یې له سرپناه څخه محروم شوي دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومت او طالبانو غواړي چې اوربند وکړي او له نړیوالو بیا بې‌ځایه شویو سره د مرستو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG