د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د کندز ښار څنډو کې سختې جګړې؛ څه باندې ۱۰ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي


کندز کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ
کندز کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ

له یوې میاشتې راهیسې د کندز ښار نږدې څنډو کې سختې جګړې روانې دي او له کبله‌یې څه باندې ۱۰ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي او اوس‌مهال له بې‌شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

۴۰ کلن سیف‌الله د کندز ښار د سه درک سیمې څخه بې‌ځایه شوی دی. هغه اوس له خپلې ۱۴ کسیزې کورنۍ سره د کندز ښار د دورې سر ښارګوټي کې په ازاده فضا کې ژوند کوي.

سیف‌الله زیاتوي: "موږ ښه ورځ او ارامي غواړو. له دولت نه غواړو چې له موږ سره کمک وکړي. موږ دومره توان نه‌لرو چې یو کور کرایه ونیسو او له خپلو بچیانو سره په‌کې ژوند وکړو. اوس دلته په میدان کې شپې او ورځې تېروو، نو دولت باید له موږ سره همدردي او کمک وکړي."

۵۰ کلن داوود خان د کندز ښار اړوند د چله مزار سیمې اوسېدونکی دی. هغه وايي چې کور یې د جګړې لومړۍ کرښه ته نږدې دی او له همدې کبله له خپلې سیمې کډه کولو ته اړ شوي دي.

داوود خان وايي: "مخالفینو ته دې خدای هدایت ورکړي. دغه ورځ چې پر موږ راغلې ده، که دوی ننګ ولري او غیرت ولري او که دوی افغان ځان ته وايي باید جنګ بس کړي. دغه ښځې او سیاه‌سرې چې په دې ګرمۍ کې تباه او برباد پراته دي، خو همدا د دوی خور او لور ده. دا جنګ تباهي او بربادي ده. تاسې وینئ چې د خلکو اولادونه په دې سره ګرمي دلته پراته دي."

کندز کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې ښځې او ماشومان
کندز کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې ښځې او ماشومان

دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي چې جګړو سخت ځورولي دي او نور د دې روان وضعیت د زغملو توان نه‌لري او د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې اوربند وکړي ترڅو د سولې ټینګښت ته لاره هواره شي.

د کندز ښار د سه صد فامیلیو د سیمې یوه اوسېدونکي شریف‌الله وویل: "دلته جنګونه دي، پخوا هم جنګ وو، خو په دې ۲۰ ورځو کې سخت جنګ دی، خلک ټول محاصره دي. خلک له خپل کورونو نه‌شي وتلی. خلک کار ته نه‌شي تللی او که له کوره ووځي توغندي راځي خلک چېرته نه‌شي تللی. موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو هېڅ شی نه‌لرو. تاسې باید دا زموږ غږ دولت ته ورسوئ."

د کندز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي ازادي راډيو ته وویل چې په تېرې یوه میاشت کې په دې ولایت کې څه باندې ۱۰ زره کورنۍ د جګړو له امله بې‌ځایه شوې دي او تر اوسه پورې پر څه باندې ۴ زره کورنیو اړینې مرستې وېشل شوې دي.

ښاغلی مرادي وايي: "په کندز ولایت کې چې جګړې او نښتې دوام لري، ۱۰،۳۱۶ کورنۍ بې‌ځایه شوې پېژندل شوې دي چې له دې شمېر څخه ۴،۵۰۰ کورنیو ته بشري مرستې رسېدلې دي. په ټوله کې ویلی شم چې په دې وروستۍ یوه اوونۍ که به پاتې ۵،۸۱۶ نورو کورنیو ته هم خوراکي، غیر خوراکي او نقدي مرستې ورسېږي."

ښاغلی مرادي زیاتوي چې د بې‌ځایه شویو کورنیو سروې جریان لري او ډېر ژر به په پاتې مستحقو کورنیو هم بشري مرستې ووېشل شي.

کندز کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ
کندز کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ

د کندز روان حالت د دې ولایت ټول اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن کړي دي، ځکه د جګړو له کبله ملکي وګړو ته د مالي زیان ترڅنګ ځاني زیانونه هم اوښتې دي او پر دې سربېره د جګړو شدت، د اوړي ګرمي، د کرونا ویروس ګواښ او ترڅنګ‌یې بې‌کاري دا هغه لاملونه دي چې پر عامو خلکو یې د ژوند فضا خورا محدوده کړې ده.

XS
SM
MD
LG