د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

د کندز جګړه ځپلي کډوال: ۳ وختونو کې یو وخت هم خپل کوچنیان نه شو مړولی


د کندز له جګړو یو یه بې ځایه شوې کورنۍ
د کندز له جګړو یو یه بې ځایه شوې کورنۍ

په کندز ولایت کې له یوې میاشتې راهیسې د ښار په نږدې څنډو کې سختې جګړې روانې دي چې له امله یې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو کډوالۍ ته اړې شوي دي.

د کندز ښار اړوند د ناصریو سیمې اوسېدونکې ۴۰ کلنه نسیمه وايي، روانې جګړې ور څخه خاوند اخیستی چې په وینا یې له ۶ ماشومانو سره له نامعلوم برخلیک سره مخ ده: "نارینه مو نشته، جګړې پر موږ رڼا ورځ توره شپه کړه، د خدای هېلې ته پراته یو."

دغه مېرمن د جګړو شدت له کبله له خپلې اصلي مېنې د کندز ښار ته را کډه شوې او دا مهال د دورې سر ښارګوټي کې د څلورو دیوالونو ترمنځ اوسېږي چې نه خونې لري او نه هم اوبه: "دلته لمر ته ناست یو. یوه مړۍ وچه ډوډۍ بختورو ته ورسېږي او بدبختو ته نه رسېږي. سختي او مجبورۍ کډوالۍ ته اړ ایستي یو."

نسیمه زیاتوي له هغې ورځې راهیسې چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکی یې له لاسه ورکړی، اوس د بېګا او سبا ډوډۍ پېدا کولو ته حیرانه ده، ځکه په درېیو وختونو کې یو وخت هم خپل کوچنیان نه شي مړولی: "ورکه ورانه ده راباندې. خېمه نه لرو، سره لمر لاندې ناست یو. جنګو سخت ځورولي یو او لاره یې پر موږ ورکه کړې ده. دا ټول ماشومان وږي او تږې دلته شپې او ورځې تېروي."

دا یوازې نسیمه نه ده چې روانو جګړو یې خاوند وژلی دی، بلکې دې ته ورته لسګونه نورې مېرمنې هم شته چې له ورته برخلیک سره مخامخ شوي دي.

د دې ښار د چرم ګرۍ د سیمې اوسیدونکې او د درېیو ماشومانو مور ۲۶ کلنه صفیه وايي، پر کور یې د هاوان مرمۍ ولګېده او خاوند یې ټپي شو او د ژورو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

صفیه وايي، له هغې ورځې راهیسې چې خاوند یې مړ شوی له سختو شرایطو سره مخامخ شوې ده او تر اوسه پورې حکومت هم ورسره مرسته نه ده کړې.

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، ۱۲ زره کورنۍ بې ځایه شوي او تر اوسه پورې پر ۴ زره کورنیو مرستې وېشل شوي.
د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، ۱۲ زره کورنۍ بې ځایه شوي او تر اوسه پورې پر ۴ زره کورنیو مرستې وېشل شوي.

نوموړې زیاتوي: "دلته موږ په ازاده فضا کې د ونو لاندې ژوند کوو، موږ لمر وهلي او ناروغان شوي یو. نه ډوډۍ لرو او نه سرپناه لرو. موږ له دولته غواړو چې مرسته راسره وکړي، څو له دې ستونزو خلاص شو."

هاخوا د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ولایت کې د جګړو له کبله څه باندې ۱۲ زره کورنۍ بې ځایه شوي او تر اوسه پورې یې پر ۴ زره کورنیو مرستې وېشلي او په وینا یې پر پاتې مستحقو کورنیو به یې هم ووېشي.

په کندز کې د روانو جګړو د قربانیانو کورنۍ د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې په استوګنو سیمو کې له جګړې کولو ډډه وکړې، څو ملکي وګړو ته د سر او مال زیان ونه رسیږي.

XS
SM
MD
LG