د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

چارواکي: ۲۵ ولایتونو کې جګړو له ۳۲ زرو زیاتې کورنۍ بې ځایه کړي


ارشیف، هلمند کې جګړو را بې ځایه کړي کډوال
ارشیف، هلمند کې جګړو را بې ځایه کړي کډوال

په افغانستان کې وروستي ناوړه امنیتي وضعیت که له یوې خوا ملکیانو ته د سر او مال زیانونه اړولي، له بلې خوا یې زیات شمېر خلک د خپلو اصلي مېنو پرېښودو ته هم اړ کړي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) کابل کې خبریالان ته وویل چې د جګړو له امله ورځ تر بلې د کورنیو بې ځایه شوېو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

دی وايي: "له بده مرغه په تېره یوه ـ یوه نیمه میاشت کې د جګړو له امله په ۲۵ ولایتونو کې ۳۲۳۸۴ کورنۍ بې ځایه شوي چې تر اوسه له دې ډلې شااوخوا ۲۰ زره کورنیو ته رسېدنه شوې چې همدا مهال د نورو سروې او مرستې دوام لري."

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني

نوموړی وايي، تېرو شپږو میاشتو کې د جګړو له امله ۶۲۴۸۰ کورنۍ بې ځایه شوي چې په وینا یې له ۵۲ زره زیاتو کورنیو سره لازمې مرستې شوي پاتې نورو ته هم مرستې روانې دي.

ښاغلي جیلاني زیاته کړه، په تېرو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې د جګړو له امله د پنځو میلیونو په شااوخوا کې کورنۍ بې ځایه شوي چې ورته رسېدنه شوې.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت زیاتوي، دغه بې ځایه شوېو کورنیو ولسوالیو، لویو ښارونو، د ولایتونو مرکزونو او امن سیمو ته پناه وړې ده.

د دغه وزارت چارواکي وايي، له نړیواله مرستندویه، کورنیو او بهرنیو موسسو سره په همغږي په ټول توان هڅه کوي چې له ټولو بې ځایه شوېو اړمنو کورنیو سره لازمې او بېړنۍ مرسته وکړي.

غلام بهاوالدین جیلاني وویل، له نړیوالو اړوندو ادارو سره په همغږي د ۹۶ زره کورنیو لپاره غنم، د ۴۲ زره کورنیو ته وریجې، یولک کورنیو لپاره غذايي مواد لکه اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، چای، بوره او مالګه او د یو لک کورنیو لپاره غیر غذايي بستې روغتیايي، د اشپزخانې او فامیلي کیټونه چمتو شوي او ولایتونو ته انتقال شوي دي.

کندز کې بې ځایه شوي کډوال
کندز کې بې ځایه شوي کډوال

د نوموړي په وینا همداشان د ولسمشر له امر سره سم له کورنیو بې ځایه شوېو سره د بېړنیو مرستو لپاره ولایتونو ته ۱۹۱ میلیونه افغانۍهم لېږل شوي او طبیعي او غیر طبیعي پېښو ته د بشپړې رسېدنې لپاره نور ۵۰۰ میلیونه افغانیو ته بېړنۍ اړتیا ده.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت پر نړیوالې مرستندویه موسسو غږ کوي چې د جګړو له امله له کورنیو بې ځایه شویو سره لازمې مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دوو میاستو کې په ډېری ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې تر ډېره د دغو جګړو زیانونه ملکیانو ته رسیدلي.

غلام بهاوالدین جیلاني زیاتوي چې وچکالۍ ځپلو سره مرستې لپاره یې پراخ پلان چمتو او د مرستو په موخه یې له نړیوالې ټولنې سره شریک کړی او ژر به په دې برخه کې اقدام وشي.

XS
SM
MD
LG