د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

یو شمېر افغان نابینایان: د مرستو بندېدو له بد وضعیت سره مخ کړي یوو


آرشیف: د ارزګان ولایت یو نابینا
آرشیف: د ارزګان ولایت یو نابینا

په افغانستان کې یو شمېر نابینایان له خپل ژوند شکایت کوي وايي، د طالبانو له حکومت او د نړیوالو موسسو له خوا هېڅ ډول مرسته له دوی سره کېږي.

یو شمېر افغان نابینایان وایي، له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کابل اوسېدونکی ۶۲ کلن نابینا شاه محمود چې د یوې ۱۲ کسیزۍ کورنۍ سرپرستي کوي وايي، د ژوند وضعیت یې ښه نه دی او د کومې کورنۍ یا بهرنۍ مرسته هم ورسره نه کېږي.

هغه وویل: "زما ستونزه دا ده چې زه ړوند یم، زه د چهلستون په سړک له نانوایانو څخه ډودۍ ټولوم، له کراچیو ترکاري ټولوم، زه په همدې توګه ډودي لاسته راوړم. عمده ستونزه مې همدا ده چې نه موسسات او نه هم د معلولینو ریاست ما سره همکاري کوي."

په افغانستان کې د نابینایانو د هوساینې او ورته د خدمتونو د وړاندې کولو د انسټېټیوټ استازی فرهاد خسروي چې خپله هم بصري ستونزو لري وايي، د روان لمریز کال له پیله تر دې اوسه نابیناوو خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي.

خسروي وویل: "له بده مرغه ډېر معلولین د معاشونه له نه ورکولو شکایت کوي، باید اسلامي امارت د دوی معاشونه ورکړي او معلولینو سره همکاري وکړي، په ځانګړي ډول دوی ته د کار موندنې په برخه کې، یو شمېر نابینایان پېژنم چې سوال کوي او په ډېرو ستونزو خپل ژوند مخته بیايي، زما غوښتنه دا ده چې د طاالبانو حکومت او نړیواله ټولنه باید د دوی غوښتنو ته پاملرنه وکړي."

د راهیاب د بیا ځواکمن کېدو خدماتي موسسې مشر مهدي سلامي ازادي رادیو ته وویل، له نابینایانو سره د مرستو کمښت د دې لامل شوی، چې په خپل ژوند کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شي.

سلامي وویل: "داسې برېښي چې دوی به بالکل هیر شي، د دوی لپاره د ځانګړو ښوونځیو په اړه هم کوم خاص خبر نه شته، که د موسساتو ملاتړ بندشي، نو د معلولینو د زده کړو بهیر به شدید اغیزمن شي."

د دغه موسسې په خبره چې د نابینایانو د زده کړو، بیا ځواکمنېدو او د دوی له حقوقو څخه د دفاع په برخه کې فعالیت کوي، اوسمهال یې یوازې ۲۰۰ نابینایانو ته د ځانګړو زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د نابینایانو د ټولنې مشر سید اشرف بدخش چې خپله هم نابینا دی، ازادي راډیو ته یې وویل، دنابینایانو لپاره کاري فرصتونه په هېواد کې نه شته او د مرستندویه موسسو په کارونو د محدودیتونو د لګولو له امله د نابیناوو لپاره لازمې مرستې هم قطع شوې دي.

هغه وویل: "موږ د نابینایانو په ډله کې باسواده طبقه لرو، چې فاکولته یې لوستې او لیسانس او ماستري لري، خو اوس بې‌کاره دي او ځکه چې موسساتو فعالیتونه محدود شوي دي، مرستندویه پروګرامونو، بشري فعالیتونه او یا هم د دوی ښوونیز او تحصیلي پروګرامونه، د امکاناتو د نشتوالي له امله محدود شوي دي. نو موسسات په ځانګړي ډول د نابینایانو په برخه کې د پام وړ فعالیت نه لري."

انځور: د کابل د نابینایانو د یوه ښوونځي زده کوونکې
انځور: د کابل د نابینایانو د یوه ښوونځي زده کوونکې

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د نابینایانو د دې ستونزو په اړه د د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند فیصل خاموش نظر هم ولري، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د افغانستان د نابینایانو د ټولنې مسوول وايي چې د دوی د نوملیکنې بهیر د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت له خوا پیل شوی او له دوی سره ژمنه شوې چې په طبیعي ډول یا هم په جګړو کې د معلولینو له توپیر پرته به دوی سره مرسته کېږي.

که څه هم په افغانستان کې د نابینایانو د کره شمېر په اړه وروستۍ احصاییې نه شته، خو د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۱۶ کال کې په یوه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې له ۴۰۰۰۰۰ څخه زیات کسان ړانده او شاوخوا ۱،۵ میلیونه یې بصري یا د نه اورېدو له ستونزو سره مخ دي.

افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د نابینایانو له نړیوال کنوانسیون سره یو ځای شو، چې دغه کنوانسیون مکلف دی هغو کسانو نه چې د لیدلو ستونزه لري د روغتیا او زده کړو په برخه کې ملاتړ وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG