د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

یوه افغان نابینا په لندن کې د ځغاستې سياليو کې ۲ مډالونه وګټل


انګلستان مېشتي افغان ځغاستونکي ولي محمد نوري
انګلستان مېشتي افغان ځغاستونکي ولي محمد نوري

انګلستان مېشتي افغان ځغاستونکي ولي محمد نوري د لندن ميټرو نابينايانو په سياليو کې دوه مډالونه وګټل.

د ځغاستې دغه سيالۍ په بېلابېلو واټونونو کې د سلګونو نابينا لوبغاړو ترمنځ تېره ورځ په لندن کې وشوې.

ولي محمد د ځغاستې د دې سيالۍ په لومړي پړاو کې د سرو زرو او دوهم پړاو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ.

هغه ازادي راډيو ته وويل چې د دې سيالۍ لپاره يې له تېرې يوې مياشتې راهيسې سخت تمرينات کړي وو او خوښ دی چې د خپلو خواريو نتيجه يې ترلاسه کړه.

ټاکل شوې چې دغه افغان ځغاستونکی د انوکټس په نوم د معلولينو په نړيوالو سياليو کې چې په هالنډ کې کېږي، هم ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG