د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

د نابینایانو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې نابینایان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي


دا مهال په افغانستان کې پنځه سوه زره ړانده یا نابینایان شته چې ډېرې یې ښځې دي.
دا مهال په افغانستان کې پنځه سوه زره ړانده یا نابینایان شته چې ډېرې یې ښځې دي.

نن سه شنبې د اکتوبر پنځلسمه د نابینایانو نړېواله ورځ ده. د نابینایانو نړیواله ورځ هر کال د "سپینې امسا" ترنامه لاندې په بیلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

په افغانستان کې ډېری نابینایان له لوړې او ځانګړي وړتیا برخمن دي خو دوی د لوړو زده کړو او کاري فرصتونو له نشتوالي او روغتیايي ستونزو شکایت لري.

سید جلال په کابل کې په اجرائیه ریاست کې د نابینایانو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته له ننګرهار څخه راغلی وايي، ددوی په ولایت کې د نابینایانو ستونزه داده چې زده کړو ته لاسرسی نه لري او کله چې د کار لپاره بهر ځي په ټولنه کې د خلکو له سپکاوي سره مخ کېږي.

ښاغلی جلال وايي، دولت باید دوی ته د زده کړې زمینه برابره کړي او همدارنګه باید د خلکو پوهاوی لوړ شي چې په ټولنه کې له ځورونې پرته عادي ژوند وکړي.

د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنره بنفشه یعقوبي چې خپله هم نابینا ده، وايي حکومت باید د معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته رسېدنه وکړي: "که چیرې د معلولیت لرونکو وګړو د وړتیا لوړولو لپاره کار کوو باید د ظرفیت لوړولو هڅه وشي. بله مسله داده چې باید د معلولیت لرونکو بانکي خدماتو ستونزه هواره شي او ورته اسانتیاوې برابرې شي."

د حکومت اجرئیه رئیس عبدالله عبدالله د سه شنبه په ورځ (میزان۲۳مه) د نابینایانو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل، د معلولینو ستونزو ته به رسېدنه وشي.
د حکومت اجرئیه رئیس عبدالله عبدالله د سه شنبه په ورځ (میزان۲۳مه) د نابینایانو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل، د معلولینو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

د حکومت اجرئیه مشر عبدالله عبدالله د سه شنبه په ورځ (میزان۲۳مه) په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، د معلولینو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "ستاسې په یوشمېر وړاندیزونو به انشاالله په نږدې راتلونکي کې بحث وشي. له دې ډلې په مستقله توګه د بانکي حساب لرل. د برېل خط د مطبعي جوړول او په یوشمېر نورو وړاندیزونو به هم غور وشي او قدم په قدم به پلی شي."

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي چې په دغه ناسته کې حضور درلود، د نابیانایانو له ناوړه وضیعت څخه یادونه وکړه او ټينګار یې وکړ چې د ستونزو د هواري لپاره باید هڅې وشي.

دا مهال په افغانستان کې پنځه سوه زره ړانده یا نابینایان شته چې ډېرې یې ښځې دي.

په افغانستان کې په کلني ډول نږدې ۲۰ زره افغانان لږ ترلږه د یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.

لوړ فشار، د زړه ناروغي، شکر، د سترګو مکروبي کېدل، د سترګو په درملنه کې ځنډ، د نږدې خپلوانو ترمنځ ودونه او ارثیت هغه عوامل دي چې له امله یې ډيری وګړي د سترګو لید له لاسه ورکوي.

XS
SM
MD
LG