د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

نابينا افغان لوبغاړي د لامبو وهلو يوه سيالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی


نابینا افغان لوبغاړي ولي محمد نوري
نابینا افغان لوبغاړي ولي محمد نوري

نابینا افغان لوبغاړي ولي محمد نوري د برېتانیې د لامبو وهلو په سيالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی.

دغه سيالۍ چې پرون(یکشنبه) په انګلستان کې ترسره شوې ولي محمد نوري د ۷۰ لوبغاړو له‌منځه لومړی مقام خپل کړ.

ښاغلي نوري ازادي راډيو ته په یوه راليږلي پيغام کې ویلي دي: "نن د لامبو وهنې په سيالۍ کې د اویا لوبغاړو ترمنځ مې د سرو زرو مډال وګاټه، البته دا پنځوس متره سيالي وه او لوبه مې ډېره سخته وه."

په دې سياليو کې له بېلابېلو اروپايي هېوادونو څخه ۷۰ تنو نابینا لوبغاړو برخه درلوده.

ولي محمد نوري پنځوس متره واټن په ۴۹ ثانيو کې طی کړ او د لوبو اتلولي يې خپله کړه.

نوري تر دې وړاندې هم د بینایانو او نابینایانو د ځغاستې او لامبو وهلو سیاليو کې اتلولۍ ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG