د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

د ژغورنې نړیواله کمېټه د افغانستان سېلاب ځپلو ته د مرستو پر چمتووالي بوخته ده


په میدان وردګو کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور. امبولانسونه سیمه کې د پېښې قربانیان لېږدوي.
په میدان وردګو کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور. امبولانسونه سیمه کې د پېښې قربانیان لېږدوي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه یا 'آی آر سي' وایي، د افغانستان په درېیو ولایتونو کې سېلاب ځپلو ته د مرستو پر چمتووالي بوخته ده.

له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان نږدې نیمایي ولایتونه د سختو موسمي سېلابونو شاهدان دي.

سېلاب ځپلي سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو کې را ګیر دي او شکایت کوي، چې د لاسنیوي چارې يې کمزورې او ټکنۍ دي.

د ازادي راډیو یو اورېدونکی نبي الله زابلی وایي، تېره دوشنبه د ارغنداب ولسوالۍ په سیند کې سېلاب خلک زیانمن کړل، خو تراوسه ورسره چا مرسته نه ده کړې.

زابلي وویل: "سخت سېلاب راغی چې د ارغنداب ولسوالۍ مظلوم او بېچاره ولس یې چې اقتصاد یې ضعیفه دی، د هغوی کورونه، مالونه او ځمکې یې له منځه یوړې. دوی کومکونو او مرستو ته اړتیا لري. تر دې شېبې اسلامي امارت او مرسته کوونکو موسسو هېڅ غوږ نه دی پرې ګرولی."

د افغانستان له یو شمېر نورو سیمو څخه هم سېلاب ځپلې ورته شکایتونه لري، خو داسې ښکاري چې د اړتیا کچې ته په کتو د ځواب ورکونې اقدامات کمرنګه دي.

سېلابونو د افغانستان نږدې نیمایي ولایتونه ځپلي، خو د ژغورنې نړیواله کمیټه یا آی آر سي بیا وایي تر ټولو زیان یې درېیو ولایتونو کابل، میدان وردګو او لوګر کې اړولی او دوی همدغو سېلاب ځپلو سره مرسته کوي.

دغې کمېټې د چهارشنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې وویل، په همدغو درېیو ولایتونو کې سېلابونو ۱۲ سوه کسان بې سرپناه کړي چې په خبره یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

وروستیو سېلابونو د نورو سیمو په څېر لوګر کې هم خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
وروستیو سېلابونو د نورو سیمو په څېر لوګر کې هم خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

په اعلامیه کې د اسیا لپاره د ژغورنې نړیوالې کمېټې د بېړنیو حالاتو د مشر محمد ریاض په حواله راغلي، چې کاري ډلې يې دا مهال کابل او لوګر کې د سېلاب ځپلو په روغتیایي ملاتړ بوختې دي.

محمد ریاض ویلي، راتلونکو ورځو کې به سېلاب ځپلو ته نقدې پیسې هم ورکړي، خو دا وضاحت یې نه دی ورکړی چې څه شمېر سېلاب ځپلو ته په کومو سیمو کې او څه اندازه پیسې ورکوي؟

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، تر پرون چهارشنبې پورې په ټول افغانستان کې د تازه سېلابونو له کبله د مرګژوبلې شمېر له سلو اوښتی و.

د وزارت ویاند شفیع الله رحیمي رسنیو ته ویلي: "د روان کال د چنګاښ له ۲۹مې د زمري تر څلورمې نېټې پورې د سېلابونو له کبله د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې له بده مرغه ۴۸ تنه شهیدان، ۵۸ تنه ټپيان، ۱۰۰۳ کورونه نیمه یا بشپړ ویجاړ شوي. ۶۸۶ څاروي تلف شوي، ۷۹۹۲ جریبو څخه زیاته کرنیزه ځمکه او لسګونه جریمه میوه لرونکي باغونه له منځه تللي دي."

افغانستان چې د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانګالو هېوادونو په ډله کې دی د اوړي پر مهال په کې موسمي سېلابونه بهېږي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه وایي، دغه سېلابونه په افغانستان کې بشري وضعیت چې له پخوا نه نازک دی نور هم خرابوي، ځکه د دوی په باور، د اکثرو افغانانو عاید کرنیز محصولات دي چې سېلابونو سخت ځپلي دي.

همدې کمېټې او د طالبانو د حکومت چارواکو پر نړیوالو مرسته کوونکو ادارو غږ کړی چې د سېلاب ځپلو مرسته وکړي او د پاکو اوبو او خوړو په ګډون ورته د سرپناه لارې چارې برابرې کړي.

په افغانستان کې د موسمي سېلابونو د زیانونو راپور داسې مهال ورکول کېږي چې نن او سبا هم د افغانستان په مرکزي، شمالي، ختیځو او یو شمېر جنوبي ولایتونو کې د شدید باران وړاندوینه شوې ده.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې په یو شمېر سیمو کې ممکن د ورښت کچه تر دېرش ملي مترو پورې ورسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG