د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د افغانستان په څو سیندیزو حوزو کې بیا د بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی


د افغانستان په ختیخ کې د مخکېنیو سېلابونو یو انځور
د افغانستان په ختیخ کې د مخکېنیو سېلابونو یو انځور

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې نن د روانې زمري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر درېیمې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو برخو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

دې وزارت پر ټویتر په یوه بیان کې لیکلي دي، چې د وړاندوېنو له مخې د هېواد په ځینو برخو کې د نسبتا تېزو ورښتونو له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.

د بیان له مخې، د دې ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو احتمال د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې ډېر شته.

دا وزارت وايي چې دا اټکل د هایدرومیتیورولوژيکي سټېشنونو د بارانونو د تحلیل، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو او د هېواد او نړۍ د هوا پېژندنې د ادارو د وړاندوېنو په اساس شوی دی.

د وروستیو میاشتو سېلابونو په افغانستان کې د پام وړ خلک زیانمن کړي
د وروستیو میاشتو سېلابونو په افغانستان کې د پام وړ خلک زیانمن کړي

بیان زیاتوي، چې له نن څخه پیل تر نورو درېیو ورځو پورې د سېلابونو، د بارانونو او وارو د ویلې کېدو او د اوبو د کچې د لوړوالي احتمال؛ په ځانګړي توګه د پنجشېر، غوربند، لغمان، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کونړ، خوست او غزني د سیندونو پر لاره او د یادو شویو سیمو په ځینو سېلبرونو کې شته.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د چنګاښ په ۱۳مه هم دې ته ورته خبرداری ورکړی و، خو تېرځل پر کابل او هلمند سربېره د آمو سیندیزه حوزه هم پکې شامله وه.

سېلابونه او د اوبو د سطحې لوړېدل تل عام وګړي په تېره هغه بېوزلي خلک چې د سیند پر غاړو یې کروندې او کورونه جوړ کړي زیانمنوي.

بېوزله افغانان د سېلاب ځپلو لویه برخه دي
بېوزله افغانان د سېلاب ځپلو لویه برخه دي

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېر خلک له نیستې او بېوزلۍ سره لاس ګرېوان دي.

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د دولت وزارت نژدې دوه اونۍ مخکې ازادي راډیو ته وویل، د چنګاښ له اوومې تر یوولسمې نېټې په پکتیکا، پکتیا، میدان وردګو، ننګرهار، کاپېیسا، لوګر او پروان ولایتونو کې سېلابونو اوه کسان وژلي، نهه تنه نور یې ټپیان کړي او له درې سوو زیات کورونه یې وېجاړ کړي دي.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت په خپل بېګاني بیان کې، د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې له استوګنو خلکو غوښتي دي، چې د سېلابونو د راوتلو پرمهال د سیندونو پر غاړو جوړ شوي کورونه او هغه خلک چې په لاندینیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي څو هغو خپل ځانونه او خپل ماشومان وژغورلای شي.

XS
SM
MD
LG