د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

طیب: د اقلیم بدلون د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی


ارشیف: په نورستان کې د باران او سېلابونو د راوتلو وروسته د اوښتو زیانونو یو انځور
ارشیف: په نورستان کې د باران او سېلابونو د راوتلو وروسته د اوښتو زیانونو یو انځور

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولي وايي، د اقلیم د بدلون خطرونه افغانستان په جدي توګه ګواښي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي ماموریت سلاکار محب الله طیب د چهارشنبې په ورځ د اقلیم د بدلون په اړه د دغه سازمان په پنځلسمه غونډه کې وویل، چې د اقلیم بدلون د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی.

د طیب په وینا د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې طبیعي پېښو هم بېلابېلې ستونزې را ولاړې کړي دي.

نوموړي ويلي: "افغانستان د موسمي بارانونو، واورو ښويېدو، د ځمکې ښويېدو او زلزلو له امله ډېر زيانمن شوى او په سلګونو زره خلک يې له خپلو سيمو بې ځايه کېدو ته اړ کړي دي. دغو طبيعي پېښو د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې زيانونه اړولي دي. دې وضعیت جدي بشري ستونزې، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره رامنځته کړي دي. د اقلیم بدلون د لومړنیو اړتیاو په لاس رسي کې جدي ستونزې او محدودیتونه رامنځته کوي."

په بدخشان کې زلزلې له کبله د یوه ویجاړ شوي کور انځور. March 22, 2023
په بدخشان کې زلزلې له کبله د یوه ویجاړ شوي کور انځور. March 22, 2023

په همدې حال کې د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د سېلابونو څخه زیانمن شوي یو شمېر خلک وايي، چې د دوی کورونو او کرنیزو ځمکو ته سخت زیانونه رسېدلي دي.

د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ د سرپنک کلي یو کروندګر غلام حیدر ازادي راډيو ته وویل، په دې ولایت کې یوه میاشت وړاندې د سېلابونو له امله د ده ټولې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

نوموړی وایي: "شاوخوا یوه میاشت وړاندې ډېر سېلابونه راغلي وو، زموږ ټول فصلونه له منځه ولاړل. زه هیله من یم، چې مرسته راسره وشي، ځکه تر اوسه هېڅ مرسته نه ده شوې."

غور د پسابند ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي صدیق الله ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د سېلاب له امله یې کور او ځمکې زیانمنې شوې، خو مرسته ورسره نه ده شوې.

صديق الله وایي: "سېلاب راغی او موږ ته ډېر زیانونه ورسېدل، زموږ کور خراب شو، زموږ ځمکې او کښتونه زیانمن شول. زه په دې فکر کې یم چې څه وکړم. زه د غنمو یوه دانه نه لرم او نه څه راته پاتې شول."

ومو غوښتل چې د محب الله طیب د څرګندونو او د غور ولایت د سیمې اوسېدونکو د ادعاو په اړه، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت نظر غبرګون هم ترلاسه کړو، خو د راپور تر خپرېدو پورې د دغه وزارت ویاند شفیع الله زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې وړاندې یاد وزارت په روانه اوونۍ کې ويلي وو، چې په پکتيکا، لوګر، کاپيسا، پروان، ننګرهار او ميدان وردګو ولايتونو کې د سېلابونو له امله ۵ کسان مړه، دوه ټپيان او سلګونه جريبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

تېر کال ملګرو ملتونو ویلي وو، چې افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه له یوه ستونزمن حالت سره مخ دی.

هغه مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو د کمولو لپاره د نړیوالې ټولنې پراختیايي مرستو ته اړتیا ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG