د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

طالبان: په افغانستان کې وروستيو سېلابونو ۶ کسان مړه او ۸ نور ټپيان کړي


په لوګر کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي. 12.06.2023
په لوګر کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي. 12.06.2023

په افغانستان کې د اورښتونو او سېلابونو په دوام، له تېرو څو ورځو راهیسې د دې هېواد په اووه ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، نورستان، کونړ، بدخشان، پکتیا، تخار، غور او پروان هغه ولایتونه دي، چې د اورښتونو په پایله کې د سېلابونو له امله په‌کې ۶ تنه مړه شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د دې وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي نن ازادي راډیو ته په یو استولي ویډیويي پیغام کې چې تېره ورځ د یاد وزارت پر یوټیوپ هم خپور شوی ویلي: "له بده مرغه شپږ کسان شهیدان، اته ټپیان، ۳۰ استوګنځي په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي، ۷ پلونه او ۸۵ سربندونه هم له منځه تللي، د دې ترڅنګ ۸۳۲ څاروې او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او مېوه لرونکي باغونه هم ویجاړ شوي دي."

وروستیو سېلابونو په لوګر کې هم ډېرې کروندې لاندې کړې دي. 12.06.2023
وروستیو سېلابونو په لوګر کې هم ډېرې کروندې لاندې کړې دي. 12.06.2023

نوموړی وايي، سېلاب ځپلو سیمو ته د دوی او نورو بېلابېلو کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو ډلې رسېدلې او د سروې ترڅنګ له خلکو سره د مرستو لړۍ هم پیل شوې ده.

خو یو شمېر سېلاب ځپلي بیا له حکومته د مرستو غوښتنه کوي.

ارشیف: په پروان کې سېلابونو زیانونه اړولي.
ارشیف: په پروان کې سېلابونو زیانونه اړولي.

د پروان ولایت یوه اوسېدونکي میرحمزه ازادي راډيو ته وویل، د وروستیو سېلابونو له امله ګڼ مالي زیانونه ورسېدلي او تر دې دمه ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

نوموړی وايي: "زموږ په سیمه کې سېلابونو ډېر زیانونه اړولي، کورونه یې ویجاړ کړي، ځمکې یې وړي دي، باغونه یې خراب کړي دي، زما کور یې نړولی دی او شپږ جریبه کرنیزه ځمکه یې راته ویجاړه کړې ده، چې همدا مې ټوله ځمکه وه."

د ختیځ نورستان یو اوسېدونکی عبدالصبور کریمي هم وايي، سېلابونو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

کريمي وايي: "سېلابونو کورونه وړي، څاروي یې وړي، ډېرې سختې ویجاړۍ یې رامنځته کړي. زما په یاد داسې سېلابونه نه وو راغلي. دقیق تلفات نه‌دي مالوم، خو ډېرو خلکو ته ځانی او مالي زیانونه اوښتي. د نورستان په ټولو درو کې سېلابونه راغلي، خو دوه درې چې انیش او ګامتا نومېږي ډېرې ځپلي دي."

په همدې حال کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د سالنګونو په ګډون د افغانستان په اتلس ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د دغه ادارې په ویبپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، میدان وردګ، پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې به د روانې جوزا میاشتې په ۲۴ مه او ۲۵ نېټه اورښتونه وشي او له امله به یې سېلابونه راشي.

په لغمان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یوانځور. 26.08.2022
په لغمان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یوانځور. 26.08.2022

دغه ادارې په ځینو سیمو کې د اورښتونو اندازه له لس تر ۲۵ ملي مترو اټکل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روان کال په حمل یا وري میاشت کې د موسمي سېلابونو او اورښتونو له امله د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې لس تنه مړه شوي او تر ۸۰ نور ټپیان شوي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو چې د سیلابونو له امله نږدې ۶۴۰ کورنۍ زیانمې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG