د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

افغانستان کې د سېلابونو درانه زیانونه؛ ځینې سېلاب ځپلي: تر دې دمه هیچا مونږ سره مرسته نه ده کړې


په میدان وردګو کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په میدان وردګو کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو ځپل شوي شکایت کوي، چې دوی سره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.

د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د برې ارغندۍ د سیمې اوسېدونکی عزت الله وايي، سېلاب د ټول کلي هستي او نیستي له ځان سره وړې او دوی دمګړی په خیمو کې اوسېږي.

هغه وویل، چې دوی بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو په خبره یې تر دې دمه هیچا له دوی سره مرسته نه ده کړې.

نوموړی ازادي راډیو ته وویل: "کورونه وران دي، خیمو کې ژوند کوو، خورکي موادو، بسترو او جامو ته اړتیا لرو. سړک بند دی، د برق مزي شلېدلي. مرستو ته په تمه یو. خپله د زرو افغانیو توان هم نه لرو."

د میدان وردګو ولایت د چغتو ولسوالۍ اوسېدونکي ګل نبي ممتاز هم ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی په سیمه کې کرنیزو ځمکو ته ۹۰ فیصده زیان اوښتی دی.

خو په خبره یې تر دې دمه هېڅ یوه مسووله اداره د دوی مرستې ته نه ده ورغلې.

ممتاز وویل: "نه صحي ټیم، نه د موسسو او نه هم د امارت کوم څوک راغلي چې زموږ حالت وګوري. نه پوهېږو چې دا د موسساتو کمبود دی، د نظر اختلاف دی، امنیتي ستونزې دي که څه دي؟ غوښتنه مو دا ده چې موږ ته ژر تر ژره مرستې راورسېږي."

وروستیو سېلابونو د افغانستان د یو شمېر نورو سیمو په څېر میدان وردګو کې هم خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.
وروستیو سېلابونو د افغانستان د یو شمېر نورو سیمو په څېر میدان وردګو کې هم خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وايي، دوی د ملي او نړیوالو موسسو سره په همکارۍ بشري مرستې سېلاب ځپلو سیمو ته رسولي دي.

د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ازادي راډیو ته وویل: "پېښو ته د رسېدنې په چارو کې وزارت د ملي او نړیوالو موسسو سره په همکارۍ بشري مرستې سېلاب ځپلو سیمو ته رسولي او له سروې سره هممهاله د مرستو رسېدنې لړۍ روانه ده."

سېلاب ځپلو ته مو د مرستو رسولو په اړه د افغاني سرې میاشتې ټولنه هم وپوښتله، خو ویاند یې عرفان الله شریف‌زي بیا ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د مرستو په اړه د معلوماتو د شریکولو اجازه نه لري.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت وايي، چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله دوه کسان مړه شوي او پنځه نور نادرکه دي.

د دوی په خبره دا سېلابونه په پروان، بدخشان، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، لوګر، دایکندي، ارزګان، او زابل ولایتونو کې راوتلي دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې د چنګاښ له ۲۹ څخه د زمري تر څلورمې نېټې پورې بیا د سېلابونو له امله په ۱۴ ولایتونوکې ۴۸ کسان شهیدان او ۵۸ ژوبل شوي دي، ۶۸۶ څاروي تلف شوي، د چرګانو یو فارم خراب شوي، له ۷۹۹۲ نه زیاته جریبه کرنیزې ځمکې او په لسګونو جریبه باغونه له منځه تللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG