د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۵

افغانستان کې د سېلابونو درانه زیانونه؛ ملګرو ملتونو د مرستو لپاره ارزونې پیل کړي

په میدان وردګ کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. امبولانسونه د پېښې قربانیان لېږدوي. په دغه سیمه کې کې سېلابون درنه مرګژوبله اړولې ده.
په میدان وردګ کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. امبولانسونه د پېښې قربانیان لېږدوي. په دغه سیمه کې کې سېلابون درنه مرګژوبله اړولې ده.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو ناڅاپي سېلابونو لسګونه کسان وژلي، سلګونه کورونه او زیاتې کرنیزې مځکې یې ویجاړې کړې دي.

د خوراکي موادو نړیوال پروګرام وايي، د دوی ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دي، وضعیت ارزوي څو زیانمنو شویو خلکو ته د خوراکي موادو بېړنۍ مرستې ورسوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم پر خپل ټویټر ویلي چې د دوی مرستندویه ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دي څو اوښتي زیانونه معلوم او خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د طالبانو په حکومت کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو چې: "د بارانونو او راوتلو سېلابونو له امله په ۸ ولایتونو کې له بده مرغه ۳۸ تنه شهیدان، ۵۷ تنه ټپیان، ۲ تنه ورک، ۹۰۰ کورونه نیم یا هم بشپړ نړېدلي، ۴۵۶ څاروي تلف او نږدې ۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه ویجاړ شوي دي."

وروستيو سېلابونو کابل، خوست، غزني، کونړ، پکتیا، نورستان او ننګرهار کې هم ځینې سیمې ځپلي، خو تر ټولو دروند زیان یې د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې اړولی چیرې یې چې یې د ځايي چارواکو په وینا د تندورې کلي کې لږ تر لږه دېرش کسان وژلي، ۱۵ نور یې ټپیان کړي او ګڼې نورې ویجاړۍ یې رامنځته کړي دي.

د سېلابونو له امله په غور کې د اوښتو زیانونو یوه څنډه. دغه خلک اوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د سېلابونو له امله په غور کې د اوښتو زیانونو یوه څنډه. دغه خلک اوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو تلوېزون د میدان وردګ د والي قاري بختیار معاذ هغه څرګندونې خپرې کړي چې په یو غونډه کې یې له مرستندویه ادارو غوښتي چې سېلاب ځپلو کورنیو سره دې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بېړنۍ مرستې وکړي.

په جلریز کې د طالبانو د حکومت ولسوال قاري صبغت الله الهام هم په دې غونډه کې سېلاب ځپلو سیمو ته د بېړنیو مرستو په رسولو ټینګار وکړ.

هغه وویل: "روغتیايي برخه کې مرستو ته زیاته اړتیا ده، دویم قدم کې د اوبو اړتیا ده، څاګانې بشپړه تخریب شوې دي، د څښاک اوبه نه شته، او همدارنګه خوراکي مواد، البسه او نور توکي په کار دي ځکه د دوی ټول شته سېلاب وړي دي."

افغانستان کې سېلابونو لسګونه کسان وژلي

د میدان وردګ یو شمېر اوسېدونکي د جولای د ۲۳ مې، د سېلابونو بر مهال د مړو شویو ماشومانو جسدونه لېږدوي.

په وروستیو ورځو کې، د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو سېلابونه راغلل، چې له امله یې ۳۳ تنه مړه او لسګونه نور نادرکه دي.

1/9 د میدان وردګ یو شمېر اوسېدونکي د جولای د ۲۳ مې، د سېلابونو بر مهال د مړو شویو ماشومانو جسدونه لېږدوي.
په وروستیو ورځو کې، د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو سېلابونه راغلل، چې له امله یې ۳۳ تنه مړه او لسګونه نور نادرکه دي.

په افغانستان کې د موسمي بارانونو په پایله کې راوتلو سېلابونو ۳۳ تنه وژلي او لسګونه کسان نادرکه دي.
نور ووینئ ... لږ موارد
د جلرېز ولسوالۍ څوماشومان، د هغې لارۍ ننداره کوي، چې سېلاب د دوی سیمې ته راوړې ده.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندط د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د جولای په ۲۳ مه وویل، چې وروستیو سېلابونو ۴۱ تنه نادرکه او ۷۴ نور ټپیان کړي دي.

2/9 د جلرېز ولسوالۍ څوماشومان، د هغې لارۍ ننداره کوي، چې سېلاب د دوی سیمې ته راوړې ده.
د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندط د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د جولای په ۲۳ مه وویل، چې وروستیو سېلابونو ۴۱ تنه نادرکه او ۷۴ نور ټپیان کړي دي.

په افغانستان کې د موسمي بارانونو په پایله کې راوتلو سېلابونو ۳۳ تنه وژلي او لسګونه کسان نادرکه دي.
نور ووینئ ... لږ موارد
یو افغان ځوان د سېلابونو له امله، د خپل ویجاړ شوي کور ننداره کوي.

په کابل او نورو سیمو کې سېلابونو، خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

3/9 یو افغان ځوان د سېلابونو له امله، د خپل ویجاړ شوي کور ننداره کوي.
په کابل او نورو سیمو کې سېلابونو، خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په افغانستان کې د موسمي بارانونو په پایله کې راوتلو سېلابونو ۳۳ تنه وژلي او لسګونه کسان نادرکه دي.
نور ووینئ ... لږ موارد
د ښوونځیو د زده کوونکو کتابونه، چې د سېلاب اوبو خیشته کړي او خراب کړي دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند وویل، چې په وروستیو سېلابونو کې ۶۰۶ کورونه په نسبي یا بشپړه توګه ویجاړ شوي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

4/9 د ښوونځیو د زده کوونکو کتابونه، چې د سېلاب اوبو خیشته کړي او خراب کړي دي.
د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند وویل، چې په وروستیو سېلابونو کې ۶۰۶ کورونه په نسبي یا بشپړه توګه ویجاړ شوي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

په افغانستان کې د موسمي بارانونو په پایله کې راوتلو سېلابونو ۳۳ تنه وژلي او لسګونه کسان نادرکه دي.
نور ووینئ ... لږ موارد
د میدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ یو اوسیدونکی، چې سېلاب یې کور ویجاړ کړی دی.
5/9 د میدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ یو اوسیدونکی، چې سېلاب یې کور ویجاړ کړی دی.
په افغانستان کې د موسمي بارانونو په پایله کې راوتلو سېلابونو ۳۳ تنه وژلي او لسګونه کسان نادرکه دي.
نور ووینئ ... لږ موارد
د بېړنیو مرستو کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
6/9 د بېړنیو مرستو کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
په افغانستان کې د موسمي بارانونو په پایله کې راوتلو سېلابونو ۳۳ تنه وژلي او لسګونه کسان نادرکه دي.
نور ووینئ ... لږ موارد
د کونړ د کوټه پور ولسوالۍ، د یوه کلي اوسېدونکي د خپل کور شاوخوا له هغو ډبرو او نورو شیانو پاکويو چې سېلاب راوړي دي.

7/9 د کونړ د کوټه پور ولسوالۍ، د یوه کلي اوسېدونکي د خپل کور شاوخوا له هغو ډبرو او نورو شیانو پاکويو چې سېلاب راوړي دي.

په افغانستان کې د موسمي بارانونو په پایله کې راوتلو سېلابونو ۳۳ تنه وژلي او لسګونه کسان نادرکه دي.
نور ووینئ ... لږ موارد
یوه سړي د سېلاب له امله د خپل ککړ شوي کور پاکول پيل کړي.

8/9 یوه سړي د سېلاب له امله د خپل ککړ شوي کور پاکول پيل کړي.

په افغانستان کې د موسمي بارانونو په پایله کې راوتلو سېلابونو ۳۳ تنه وژلي او لسګونه کسان نادرکه دي.
نور ووینئ ... لږ موارد
په کندهار ولایت کې یو شمېر خلک د جولای په ۲۲ مه له یوه ویجاړ شوي کور سره ولاړ دي.

9/9 په کندهار ولایت کې یو شمېر خلک د جولای په ۲۲ مه له یوه ویجاړ شوي کور سره ولاړ دي.

په افغانستان کې د موسمي بارانونو په پایله کې راوتلو سېلابونو ۳۳ تنه وژلي او لسګونه کسان نادرکه دي.
نور ووینئ ... لږ موارد
Previous slide
Next slide

داسې مهال چې وروستیو سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو او ژغورنې هڅې روانې دي، د افغانستان په لږ تر لږه اتلس ولایتونو کې د نورو سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی شوی دی.

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د دوشنبې او سه شنبې په ورځو په ۱۸ ولایتونو کې د ډېرو بارانونو اورېدو او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی دی.

د دې وزارت له قوله، نورستان، لغمان، کونړ، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، میدان وردک، بامیان، غور، پکتیکا، زابل او دایکندي ولایتونو کې د شدید باران او سېلابونو راوتو احتمال شته.

د افغانستان د نورو یو شمېر سیمو په څېر سېلابونو نورستان هم ځپلي. د دې سیمې اوسېدونکي وايي، ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د افغانستان د نورو یو شمېر سیمو په څېر سېلابونو نورستان هم ځپلي. د دې سیمې اوسېدونکي وايي، ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د چاپېریالي چارو پوهان وايي، په وروستیو کلونو کې نړیوال اقلیمي بدلون، په افغانستان کې د شنو ساحو او ونو بوټو له منځه تلل او د خلکو له خوا د سېلابونو په لارو کې کورونه جوړول او ابادۍ د دې سبب شوي چې موسمي سېلابونه تر پخوا درانه زیانونه واړوي.

په جرمني کې د اوبو د مدیریت څېړونکی ډاکتر نجیب الله سدید ازادي راډیو ته وویل، خلک کولی شي د ځینو تدابیرو په خپلولو د سېلابونو پر مهال مالي او بشري زیانونه راکم کړي.

نوموړی وویل، خلک باید د سېلابونو پر مهال لومړۍ خپل ځانونه او کورنۍ لوړو سیمو ته وباسي، همدارنګه دې تړلي څاروي خوشې کړي، ځکه د نوموړي په وینا کله چې څاروي خوشې وي نو د سېلاب څخه د تېښتې لاره خپلولی شي.

د سدید په وینا تر سېلاب وروسته دې خلک ژر خپلو خټینو کورونو ته ځکه نه ستنېږي چې ځینې کورونه چې بنسټونه یې سېلاب ځپلي وي د نړېدو خطر یې زیات وي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت څو ورځې مخکې د افغانستان په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سیندونو د اوبو د لوړېدو او په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی و.

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG