د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

افغانستان کې طبیعي پېښې؛ ځینې سېلاب ځپلي د مرستو غوښتنه کوي


په کاپیسا کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور
په کاپیسا کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

په تېرو درېیو ورځو کې سختو بارانونو او سېلابونو ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي او خلک د مرستې غوښتنه کوي.

د غزني د رشيدانو ولسوالۍ اوسېدونکی وحيد حقمل وايي، دغه ولسوالي د يکشنبې په ورځ د سخت سېلاب شاهده وه، چې ځاني زيان يې نه دى اړولى، خو ډېر مالي زيانونه يې اړولي دي.

هغه چې ۲۵ کاله عمر لري او د یوه ماشوم پلار دی، ازادي راډیو ته وویل، سېلابونو د غزني ښار سویل لوېدیځ ته په پنځوس کیلومترۍ کې د دې ولسوالۍ پله او پلچکونه ویجاړ کړي او د حاصلاتو د راټولولو او لو پر مهال پټي د سېلابونو لاندې شول.

هغه وويل: "د رشيدانو ولسوالۍ نږدې ټولې کرنيزې ځمکې سېلابونو لاندې کړې، ويلاى شم، چې سېلاب له ٨٠ تر ٩٠ هکتاره کرنيزې ځمکې لاندې کړې او کرنيز حاصلات يې له منځه وړي دي. دا د حاصلاتو فصل دى، چې د حاصلاتو د راټولولو پر مهال سېلاب راغلى دى."

حقمل زیاتوي چې تر اوسه د رشیدانو ولسوالۍ له خلکو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

په تېرو درېيو ورځو کې په اتو ولايتونو له هغې ډلې ميدان وردک، کابل، غزني، پکتيا، نورستان، خوست، ننګرهار او کنړ کې سېلابونه راوتلي دي.

په تېرو درېیو ورځو کې سېلابونو د میدان وردک ولایت ځينې سیمې هم وځپلې چې لسګونه کسانو ته یې مرګرژوبله واړوله. July - 22 - 2023
په تېرو درېیو ورځو کې سېلابونو د میدان وردک ولایت ځينې سیمې هم وځپلې چې لسګونه کسانو ته یې مرګرژوبله واړوله. July - 22 - 2023

د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د یکشنبې په ورځ د وروستیو پېښو د تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات ورکړل.

د دغه وزارت وياند شفيع الله رحيمي وويل، د شمېرو له مخې، د دې سېلاب له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان دي او نه جبرانېدونکي زيانونه اوښتي دي.

رحیمي وویل: "د لومړنیو راپورونو له مخې، له بده مرغه د دغو سېلابونو له امله رامنځته شوې مرګژوبله ډېره خطرناکه او نه جبرانېدونکې ده، چې ۳۱ تنه شهیدان، ۴۱ تنه لادرکه، ۷۴ تنه ټپیان، ۶۰۴ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي، څه باندې ۲۵۰ څاروي او په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه له منځه تللي دي."

رحیمي زیاته کړه چې د دغه وزارت ټیمونه له دفاع وزارت او نورو ادارو او بنسټونو سره په ګډه کار کوي چې د ټپیانو د درملنې او د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کړي او عاجل خدمات او مرستې ورسوي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د اسد/زمري د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان په یو شمېر سیندیزو حوزو کې اوبو د سطحې د لوړېدو او د سیلابونو د راوتلو احتمال شته.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت زیاته کړه چې دغه وړاندوینه د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې له خوا د اورښتونو د تحلیل او څېړنې او په نړۍ کې د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو پر بنسټ شوې ده.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان د اقلیم د بدلون په برخه کې د نړۍ له لسو زیانګالو هېوادونو دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG