د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۷

میدان وردګ: د واده پر مراسمو د راغلي سېلاب تلفات ۲۲ تنو ته رسېدلي

د یوه تازه ویجاړ شوي کور تصویر
د یوه تازه ویجاړ شوي کور تصویر

د میدان وردګ ولایت لپاره د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د تېرې شپې د راوتو سېلابونو تلفات ۲۲ تنو ته رسېدلي دي.

طالب چارواکې زیاتوي، چې د سېلاب له امله مړه شوي کسان، په جلریز ولسوالۍ کې د یوه واده د مراسمو ګډونوال وو.

د دغه ولایت لپاره د طبعي پیښو پروړاندي د مبارزې ادارې لپاره د طالبانو د حکومت رئیس مولوي فیض الله جلالي ازادي راډیوته وویل، چې لسګونه کسان لانورهم لادرک دي.

نوموړي وايي،د چک ولسوالۍ د کجیرخیلو کلی کی ۴ تنه ټپیان شوي، چې په ولایتي روغتون کې بستر دي.

جلالي زیات کړه چې د دوي ټیمونه سیمي ته د مرستي لپاره رسیدلي دي.

پر جلریز سربېره د میدان وردګو ولایت په سید اباد، چک، نرخ او جغتو ولسوالیو کې هم سېلابونه راوتلي، چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

ځایي چارواکو ویلي، چې یو شمېر کسان لا هم نادرکه دي.
په جلریز ولسوالۍ کې د بامیان د عمومي سړک یو شمېر برخې ویجاړې شوي او د دغه ولایت ځینې نورې سیمه ییزې لارې، استنادي دېوالونه اوکرنیزې ځمکې تخریب شوي.

د میدان وردګ ولایت تازه سېلابونه
د میدان وردګ ولایت تازه سېلابونه

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، د ځاني او نورو زیانونو معلومات تراوسه لومړني دي، کېدای شي زیات شي.
د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړنیو څه باندې څلورو میاشتو کې، د ټول افغانستان په کچه ۱۵۱ تنه په بېلابېلو طبیعي پېښو کې مړه شوي او ۲۲۵ نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو د حکومت دغې ادارې دا هم ویلي، چې په دې موده کې ۲۱۶۲ کورونه په نسبي یا بشپړه توګه ویجاړ شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو سازمان، په وروستیو کې افغانستان له نړیوالو منفي اقلیمي اغېزو له درېیو زیاتو زیان ګالو هېوادونو له ډلې یاد کړی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG