د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۳۸ کسانو ته رسېدلی


په میدان وردګ کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور
په میدان وردګ کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

داسې مهال چې تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په ۸ ولایتونو کې د راوتلو سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر ۳۸ تنو ته رسېدلی، د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن او سبا په ۱۸ ولایتونو د ډېرو بارانونو اورېدو او د سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.

میدان وردک، کابل، خوست، غزني، کونړ، پکتیا، نورستان او ننګرهار هغه اته ولایتونه دي چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، د چنګاښ له ۲۹مې د زمري تر لومړۍ نېټې په کې د راوتلو سېلابونو په پایله کې ۳۸ تنه مړه شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي دي.

د دې وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل، دا شمېرې په دې ولایتونو کې د دوی ځايي چارواکو له دوی سره شریکې کړې دي.

رحیمي وویل: "د بارانونو او راوتلو سېلابونو له امله په ۸ ولایتونو کې له بده مرغه ۳۸ تنه شهیدان، ۵۷ تنه ټپیان، ۲ تنه ورک، ۹۰۰ کورونه نیم یا هم بشپړ نړېدلي، ۴۵۶ څاروي تلف او نږدې ۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه ویجاړ شوي دي."

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، دوی سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو په خاطر له کورنیو او نړیوالو موسسو سره ناسته کې د بېړنیو مرستو غوښتنه هم کړې ده.

په لوګر کې د وروستیو سېلابونو له کبله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
په لوګر کې د وروستیو سېلابونو له کبله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

یاد وزارت د افغانستان په ۸ ولایتونو کې خلکو ته د ځاني او مالي ځایونو د اوښتو راپور داسې مهال ورکوي چې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا په ۱۸ ولایتونو د ډېرو بارانونو اورېدو او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی دی.

د دې وزارت له قوله، نورستان، لغمان، کونړ، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، میدان وردک، بامیان، غور، پکتیکا، زابل او دایکندي ولایتونو کې د شدید باران او سېلابونو راوتو احتمال شته.

دې وزارت په بېلابېلو سیمو کې د باران د اورېدو کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مټرو اټکل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې سېلاب ځپلي دوی ته د ژر تر ژره مرستو رسولو غوښتنه کوي.

د میدان وردک ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی ګل‌نبي چې د وړمې شپې سېلاب یې نږدې دوه جریبه کرنیزه ځمکه او حاصل‌خیزه باغ ویجاړ کړی ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه‌ده شوې او سیمې ته یې د زیانونو د معلومولو لپاره هېڅ ټیم نه‌دی ورغلی.

هغه وویل: "میدان وردک کې اوسمهال د غنمو د ټولېدو وخت و، د غنمو حاصلات یې مکمل خراب کړي دي. د کچالو او لوبیا فصلونو پخېدو ته هم لږ وخت پاتې و، خو دا یې هم له ۸۰ تر ۹۰ فیصده خراب کړي دي. لنډه دا چې سېلابونو زموږ کرنیزې ځمکې ټولې ویجاړې کړي دي."

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت پرون وویل، د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د راوتلو سېلابونو په پایله کې ۲۱۴ تنه مړه شوي او ۳۲۰ نور ټپیان دي.

د دې وزارت له قوله، همدا ډول په راوتلو سېلابونو کې ۳۱۱۵ کورونه ویجاړ او ۴۱ زره جریبه کرنیزه ځمکه او حاصلیزه باغونه هم له‌منځه تللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG