د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ کالیزه؛ د ملګرو ملتونو متخصصان: د مېرمنو منزوي کېدل، ځورول او ربړول دوام لري


ارشیف: په کابل کې د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د ملګرو ملتونو متخصصانو د طالبانو د واک ته رسېدو د دوو کالو د پوره کېدو په مناسبت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پرون یوه اعلامیه خپره کړه.

د ملګرو ملتونو متخصصان وايي، طالبانو د خپل واک په تېرو دوو کلونو کې د بشري حقونو سرغړونو، د ښځو خلاف محدودیتونو او شدید تبعیض ته دوام ورکړی دی.

دوی په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو له لوري تر واک وړاندې ژمنو او واقعیت ترمنځ ډېر توپیر شته او هغه تصویر ناسم ثابتوي چې ګومان کېده طالبان اصلاح شوي او بدل شوي دي.

دا اعلامیه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ، د بشري حقونو د دفاع ځانګړې راپور ورکوونکې مري لاولر او د اقلیتونو په چارو کې ځانګړي راپورورکوونکي فریناند دي وارینس لاسلیک کړې ده.

دوی ویلي، دوه کاله مخکې طالبان واک ته ورسېدل، له هغه وخته تراوسه پورې یې داسې پالیسۍ اجرا کړي چې په سیستماتیک ډول د زده کړو او کار حق، د بیان او غونډو ازادي له خلکو اخیستل شوي دي.

دوی په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې داسې کره او ثابت شوي راپورونه شته چې د اعدامونو، جبري بې درکیو، په خپل سر نیونو، شکنجو، او ناوړه چلندونو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي.

د ملګرو ملتونو متخصصانو یادونه کړې چې د طالبانو له دې څرګندونو سره سره چې وايي د نجونو د زده کړو مخنیوی به موقتي وي، عملاً وضعیت ښيي چې په چټکه او په پراخه پیمانه ښځې منزوي کېږي او ځورونې او ربړونې دوام لري.

د طالبانو د فرمانونو او سختدریځه کړنو پر وړاندې د افغان مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور. July - 09 - 2023
د طالبانو د فرمانونو او سختدریځه کړنو پر وړاندې د افغان مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور. July - 09 - 2023

د دغو متخصصانو په وینا، طالبانو د تېر کال پرتله د ښځو او نجونو خلاف تبعیضي اقدامات زیات کړي او تر دې حده یې رسولي چې دا جنسیتي ربړونې د بشریت خلاف جنایت ګڼل کېدای شي.

دوی په خپله اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو خلاف خپل چلند بدل کړي، ښځو ته اجازه ورکړي چې په اقتصادي فعالیتونو او هغو ضروري خدماتي برخو کې برخه واخلي چې له ښځو اونجونو سره تړاو لري.

د ملګرو ملتونو متخصصانو همداراز ښځو ته د تګ راتګ او سیاسي ازادۍ د ورکولو ترڅنګ د نجونو او ښځو پر مخ د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ډېرو فکر کاوه چې طالبان بدل شوي او نور هغه طالبان نه دي چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې یې حکومت کاوه.

په قطر او نورو نړیوالو غونډو کې طالب چارواکو ژمنې کولې چې د واک ته رسېدو په بڼه کې به ښځو ته د کار او زده کړو پوره حق ورکوي او بشري حقونو ته به درناوی کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG