د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

بېنیټ: د افغان رسنیو وضعیت ته اندېښمن یم؛ د خبریالانو فدراسیون: طالبانو ۱۲ خبریالان او د یوې راډیو مدیر بندیان کړي


 افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ - ارشیف
افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ - ارشیف

په افغانستان کې د خبریالانو له پرله‌پسې نيونو وروسته، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې په وروستیو ورځو کې د افغان خبریالانو د نیول کېدو له خبرونو وروسته؛ هغه په افغانستان کې د رسنیو د پراخ اغېزمنېدو په اړه چې له محدودیتونو سره مخامخې دي اندېښمن دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر، د افغان الايف خبریال وحید الرحمن افغانمل او د رسنیو فعالان شمس الله عمري د يکشنبې په ورځ په کندهار کې نیول شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند: ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند: ذبیح الله مجاهد

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو نوموړي نورو رسنیو ته ویلي چې دغه درې خبریالان د خبريالۍ نه؛ بلکې د ځينو نورو تورونو له امله نيول شوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې د خبریالانو پرله‌پسې نيول د اندېښنې وړ بللي اودا يې د بيان د ازادۍ خاموشه کول بللي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې په هلمند ولايت کې سيمه‌ييزو چارواکو د خبريالانو د نيولو تر څنګ پر رسنيو نوي محدوديتونه لګولي او يوازې په تېرو دوو اونيو کې يې په ننګرهار کې درې سيمه ييزې رسنۍ تړلي.

د دې ادارې مشر ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل: "د دې ډول تاوتریخوالو او نیول کېدو دوام په حقیقت کې د افغان رسنیو د ټولنې لپاره یوه لویه ننګونه کېدای شي. که دا ډول پېښې دوام وکړي، د بیان د ازادۍ غږ به خاموش شي."

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو خبریالانو نیول غندلي او لیکلي یې دي، چې طالبانو له خبریالانو او رسنیو سره له خپلو ژمنو سرغړونه کړې ده.

دغو افغان خبریالانو د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې ادعا وکړه، چې د طالبانو په زندان کې داسې شکنجه شوي - ارشیف
دغو افغان خبریالانو د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې ادعا وکړه، چې د طالبانو په زندان کې داسې شکنجه شوي - ارشیف

دغه فدراسیون زیاته کړې، چې ۱۲ خبریالان او د راډیو یو مدیر اوس د طالبانو په بند کې دي او د برخلیک په اړه یې معلومات نه‌شته.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په موده کې د خبریالانو له حقونو او د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۳۶۶ پېښې ثبت شوي چې د رسنیو د کارکوونکو وژل، ګواښل، نیول او تاوتریخوالی په‌کې شامل دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړيکو او حقوقي کمېټې مشرې سمیه ولي‌زاده ازادي راډیو ته وویل: "د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې له ۳۶۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوې دي، چې په‌کې نیول، ټپي کېدل او وژل کېدل او یا هم د خبریالانو په نښه کول شامل دي، چې دا واقعاً د اندېښنې وړ ده. د اطلاعاتو په برخه کې د طالبانو له‌خوا صادر شوي فرمانونه هم د اندېښنې وړ دي."

له دې جملې څخه ۳ د وژل کېدو، ۲۳ د خبریالانو د ټپي کېدو او ۱۷۶ د موقتي نیولو او حبس د قضیو راپور ورکړل شوي، چې دا مهال د درېیو نویو نیول شویو خبریالانو تر څنګ ۹ نور خبریالان د طالبانو د حکومت په زندانونو کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته په افغانستان کې د رسنيو د فعاليتونو د محدودولو تر څنګ څه باندې ۲۲۰ رسنيو خپل فعاليتونه ودرول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG