افغانستان
په کندهار کې طالبانو دوه خبریالان نیولي
په کندهار کې پرون د طالبانو استخباراتو د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر او د اطلاعات روز خبریال وحیدالرحمن افغانمل نیولي دي.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل د امنیتي ملحوظاتو له مخې نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې دغه خبریالان د طالبانو د استخباراتو له خوا نامعلوم ځای ته انتقال شوي دي.
په تېره یوه اوونۍ د طالبانو د حکومت له خوا د نیول شویو خبریالانو شمېر ۶ تنو ته ورسېد.
په پکتيا کې د اريانا تلوېزيون سيمه ييز خبريال حبيبالله سراب، په ننګرهار کې د کليد راډيو د دفتر مسوول فقير محمد فقيرزی او د دغه رسنۍ خبریال جان اغا صالح او په کندز کې د سلام وطندار راډيو سيمه ييز خبريال حسيب حساس هغه کسان دي چې د پنجشنبې ورځې راهیسې نیول شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بینېټ: پر افغان نجونو د زدهکړو بندیز د منلو نه دی، دوی باید ښوونځيو ته ولاړې شي
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ یوځل بیا ټینګار کړی چې افغان نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې شي.
بینېټ دا څرګندونې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو د زر ورځو د تېرېدو په تړاو کړې دي.
ده نن په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا بندیز نه ده منلو دی نه د تصور وړ دی او لا هم د زرو ورځو له تېرېدو وروسته په میلیونونو افغان نجونو خپلې هیلې له لاسه نه دي ورکړي.
پرون پنجشنبه د جون ۱۳مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندیدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.
طالبانو د نجونو د منځنیو ښوونځيو او لېسو تر بندېدو وروسته د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتونونو هم راوګرځولې.
بریتانیا: افغان نجونو او ښځو د زدهکړو ۱۰۰۰ ورځې له لاسه ورکړې
په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو پر بندېدو د اعتراضونو په ترڅ کې د بریتانیا سفارت ویلي چې افغان نجونو او ښځو د زدهکړو ۱۰۰۰ ورځې له لاسه ورکړې.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت پر خپل ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر د پنجشنبې په ورځ لیکلي چې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د ښځو زدهکړې حیاتي دي.
وړاندې په دې پيغام کې راغلي چې بریتانیا د افغان نجونو او ښځو ملاتړ ته ژمنه ده.
پرون پنجشنبه د جون ۱۳مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو زر ورځې پوره شوې.
طالبانو د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو تر بندېدو وروسته د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتونونو هم راوګرځولې.
امیري: د ۱۰۰۰ ورځو خوبونه له خاورو سره خاورې شول او د افغانستان راتلونکی له منځه ولاړه
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو د نجونو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځو ته په اشارې وايي چې د ځوانانو د زرو ورځو خوبونه له خاورو سره خاورې شول او د افغانستان راتلونکی له منځه ولاړه.
اغلې امیري بېګا په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر همداراز لیکلي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې داسې افراطي سیاستونه پهکې تعقیبېږي او له همدې امله په انزوا کې دی.
وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دوی د افغان نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې وتړلې او له هغې راهیسې څه باندې ۱۰۰۰ ورځې ووتې.
طلبان وايي، د نجونو زدهکړو پیلولو لپاره ترتیب برابروي، خو نیوکه دا ده چې دوی په پلمې جوړوي او نه غواړي څو نجونې زدهکړې وکړي.
کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګینې یا پياینجي ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار یې پیدا کړه.
په نننۍ سیالي کې افغانستان وتوانېد د پاپوا نیوګینې د ۹۶ منډو هدف د درېیو لوبغاړو په اوټ کېدو په څه باندې ۱۵ اوورونو کې پوره کړي.
د افغانستام لپاره په توپوهنه کې ډېرې منډې ګلبدین نایب وکړې.
هغه ۴۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړای شوې.
په توپ اچونه کې بیا د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي درې، نوین الحق ۲، نور احمد یوه ویکټه واخیسته او پاتې سیال لوبغاړي رن اوټ شوي وو.
تمه ده افغانستان د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې له هند، اسټرالیا او یوه بل ټیم سره چې احتمالاً د ډي ګروپ دویم ټیم به وي مخ شي.
خو تر اتو غوره پړاو مخکې افغانستان د جون په اتلسمه راتلونکې سه شنبه له کوربه ویست اینډیز سره مخ کېږي.
شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان د پي اين جي پر وړاندې توپ اچونه غوره کړه
د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله درېیمه سیالي د پياينجي پر وړاندې پيلوي.
سیالي چې د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پیلېږي، پچه یې افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او توپ اچونه یې انتخاب کړه.
راشدخان په خپلو خبرو کې وویل چې په دې لوبه کې هم هماغه یولس کسیزه لوبډله لوبه کوي چې په تېرو دوو سیالیو کې یې لوبه کړې وه.
دا په روان ټورنمنټ کې د افغانستان درېیمه سیالي ده چې په ګټلو سره به یې د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ورسېږي.
افغانستان په تېرو دوو سیالیو کې د یوګاندا او نیوزیلینډ لوبډلو ته ماتې ورکړې وې.
د افغانستان په اتو ولایتونو کې د بارانونو، بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې نن جمعه به د هېواد په اتو ولایتونو کې سخت بارانونه واوري او ښايي په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو د راوتلو سبب شي
دې ادارې پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په بدخشان، نورستان، بغلان، پروان، کونړ او میدان وردګ ولایتونو کې د سخت باران، تېزو بادونو او سېلابونو وړاندوینه کوي.
د اورښت اټکل په مختلفو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ میلي مترو پورې، او د باد سرعت په هر ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.
تېره میاشت د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځو سیمو کې سېلابونو نژدې ۵۰۰ تنه مړه، سلګونه نور ژوبل کړل او دغه راز یې ډېر مالي تاوانونه واړول.
بورکینافاسو د تروریستي پېښو له پلوه تر افغانستان وړاندې شو
بورکینافاسو د تروریستي پېښو له پلوه تر افغانستان وړاندې شو او په نړۍ کې له تروریزم څخه تر ټولو ډېر اغېزمن شوی هېواد وپېژندل شو.
تېر کال په بورکینافاسو کې نژدې دوه زره کسان ووژل شول.
دا خبره د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ (IEP) په نوي راپور کې راغلې او ویل شوي چې په ۲۰۲۴م کې یې په نړۍ کې په تروریستي پېښو کې د ۱۹۰۷ تنو وژل کېدا او د ۴۴۲ تنو ژوبلېدا ثبت کړې ده.
له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ترهګرۍ له امله مرګ ژوبله هر کال په پرله پسې توګه زیاته شوې ده.
د اسلامي دولت سختدریځه ډله په بورکینافاسو کې هم د افغانستان په شان په بریدونو کې لاس لري.
دې ډلې په دغه افریقايي هېواد کې فعالیت ډېر کړی.
تېر کال یې دوه بریدونه کړي وو، خو سږ کال یې تراوسه د ۷ حملو مسوولیت منلی دی.
ملګري ملتونه: ایټالیا له افغانستان سره درې میلیونه او سل زره ډالره مالي مرسته کړې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق اعلان وکړ چې ایټالیا له افغانستان سره درې میلیونه او سل زره ډالره مالي مرسته کړې ده.
دغه صندوق پرون، پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې په دې مرستو به د ښځو د پیاوړتیا لپاره کار واخیستل شي او د دې ترڅنګ به له اقلیمي بدلون سره مبارزه او د بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره د دوامداره حللارو د موندلو هڅې پیاوړې شی.
دا له افغانستان سره د دغه صندوق له لارې د ايټاليا لومړۍ مالي مرسته ده.
د دې اونۍ په پیل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق له افغانستان سره د ډنمارک د ۷ میلیونه او ۲۹ زره ډالري مرستې خبر ورکړی و.
اسیايي ملتونو فوټبال جام؛ د افغانستان د ۲۰ کلنو او ۱۷ کلنو لوبډلو سیالې لوبډلې څرګندې شوې
د اسیايي ملتونو د فوټبال جام په مقدماتي پړاو یا سرلوبو کې د افغانستان د ۲۰ کلنو او ۱۷ کلنو لوبډلو سیالې لوبډلې څرګندې شوې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پرون د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ۲۴ مه په خپل فېسبوک کې لیکلي چې د هېواد د ۲۰ کلنو فوټبال ملي لوبډله به په ډي D ګروپ کې د سعودي عربستان، اسټرالیا او مکاو له ۲۰ کلنو فوټبال ټیمونو سره مخامخ شي.
دا سیالۍ به د روان کال د سپټمبر له ۲۱مې تر ۲۹مې د سعودي عربستان په کوربه توب ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیايي ملتونو جام په سرلوبو کې په بي ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فلیپین او مکاو له ۱۷ کلنو ملي لوبډلو سره لوبېږي.
د اکټوبر له ۱۹ څخه تر ۲۷ پورې به کمبوډیا د دې سیالیو کوربه وي.
د افغانستان په اتو ولایتونو کې د اورښتونو، تالندې برښنا، بادونو او دوړو اټکل شوی
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا جمعه د افغانستان په اتو ولایتونو کې د نسبتاً تېزو اورښتونو، تالندې برښنا، بادونو او دوړو اټکل کړی دی.
دغې ادارې نن په یوه اطلاعیه کې ویلي په بدخشان، نورستان، کونړ، سمنګان، بغلان، پروان، کابل او میدان وردګ کې به د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.
په اطلاعیه کې ویل شوي چې په لوېدیځو ولایتونو کې به تېز بادونه، خاورې او دوړې وي چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو وي.
تېره میاشت د افغانستان ختیځ، شمال، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان وو چې خلکو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ سخت مالي زیانونه هم واړول.