د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

رسنۍ: د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو نیونې، ځورونې او ګواښنې زیاتې شوي


په کابل کې د یو شمېر رسنیو خبریالان
په کابل کې د یو شمېر رسنیو خبریالان

میډیا لاین:

د امریکا د متحدو ایالتونو میډیا لاین خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې: "خورا اړتیا ده چې امریکايي څارنوالان له افغانستانه خپل هم مسلکان په بېړه راوباسي."

د دې لیکنې په پیل کې راغلي، په امریکا کې د څارنوالانو ايتلاف هڅه کوي چې له افغانستانه هغه افغان څارنوالان وباسي چې د طالبانو له لوري تعقیبېږي.

د خپرونې د لیکنې لیکوال وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۲۵مې او پر افغانستان د طالبانو له بشپړ کنټرول وروسته دا هېواد د ډېرو د ژوند لپاره خطرناک شو، خو په ځانګړي ډول د دغه هېواد د پخوانیو څارنوالانو او قاضیانو لپاره لا ډېر له خظره ډک شو.

د ډېرو شنونکو په باور افغان څارنوالان او قاضیان د طالبانو له لوري تعقیبېږي.

د خپرونې پر اساس، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ۲۹ څارنوالان وژلي چې د هغو په منځ کې درې تنه یې په وروستیو درو اوونیو کې وژل شوي دي.

ګڼ نور پخواني څارنوالان وزګاره او له ډاره پټ دي.

د خپرونې د لیکوال په وینا، طالبانو هر چا ته اجازه ورکړې چې خپل غچ واخلي.

میډیا لاین خپرونه د خوست پوهنتون د حقوقو د یوه استاد شېرزي مثال ورکوي چې طالبانو د ۲۰۲۲ د جولای په ۱۵مه په خوست کې له خپل کوره راوایست.

دا لومړی ځل نه و چې شېرزی له کوره ایستل کېده، نوموړی څو ځلې مخکې هم برمته شوی و، خو دا ځل یې وروستی ځل و. په سبا یې د ده مړی په داسې حال کې چې سخت شکنجه شوی وو، له کوره څو کیلومتره لېرې وموندل شو.

خپرونې ته یو شمېر امریکايي څارنوالانو او د بشري حقونو ملاتړو ویلي چې امریکا باید افغان څارنوالان له افغانستانه وباسي.

طالبانو په وروستیو کې ویلي وو چې څارنوالان له ګواښ سره مخامخ نه دي او هغوی چې دا خبرې کوي چې پخواني څارنوالان له خطر سره مخامخ دي، غواړي چې له افغانستانه کادرونه وباسي.

یور ایشیا ریویو:

یور ایشیا ریویو خپرونې په افغانستان کې د خبریالانو پر وضعیت لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په پیل کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو د محدودولو په اړه د طالبانو اقداماتو ته اشاره شوې او بیا په بېلابېلو وختونو کې د خبریالانو د نیونو یادونه شوې ده.

خپرونه لیکي، پر توقیفونو سربېره د روان ۲۰۲۳ د مارچ په ۱۲مه په مزارشریف کې د تبیان کلتوري مرکز په یوه غونډه کې د داعش له لوري په برید کې درې خبریالان ووژل شول او ۳۰ نور ژوبل شول.

خپرونه زیاتوي، په مجموع کې د طالبانو په دوه کلنه دوره کې د ژورنالیستانو، خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیونې، ځورونې او ګواښنې خورا زیاتې شوي دي.

د رسنیو د بندولو په لړ کې طالبانو په وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې درې راډیوګانې او د همېشه بهار تلوېزیون بند کړل.

XS
SM
MD
LG