د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

وال سټریټ ژورنال: د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا پرېکړې اقتصاد لاخراب کړی


یوه نړیواله ورځپاڼه
یوه نړیواله ورځپاڼه
  • وال سټرېټ ژورنال

وال سټرېټ ژورنال د افغانستان په اړه په دې سرلیک یوه مقاله خپره کړې ده" د افغانستان د شتمنیو د وېشلو په اړه د امریکا له پرېکړې سره اقتصاد نور هم خراب شوی دی."

په مقاله کې راغلي چې د امریکا حکومت غواړي چې 'د افغانستان بانک' کنګل شوې پیسې ازادې کړي، خو د وال سټریټ ژورنال په وینا افغانان وايي چې دا پرېکړه د ګټې پر ځای زیان لري.

وال سټریټ ژورنال د افغان بانکوالو او اقتصاد پوهانو او همدارنګه د نړیوالو مرستندویه کارکوونکو په حواله لیکي چې د بایډن د حکومت پریکړه چې د افغانستان د مرکزي بانک د بهرنیو زیرمو د ازادولو په اړه پریکړه وکړي، احتمال لري چې د افغانستان کړکېچن اقتصادي بحران لا پسې ژور کړي.

سپینه ماڼۍ وايي، په پام کې لري چې د افغانستان بانک ۷ میلیارده ډالر پر دوو برخو وویشي چې ۳،۵ میلیارده ډالر یې له افغانانو سره او ۳،۵ میلیارده نورې یې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو لپاره جلا شي.

دا په داسي حال کې ده چې د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو حقوقي قضیه لا تر اوسه دوام لري.

خو د طالبانو د مخالفانو په ګډون اکثريت افغانان دې پرېکړې ته د د انتقاد په سترګه ګوري او وايي چې دا د امريکا دنده نه ده چې د هغوی پیسې وساتي یا یې مصرف کړي.

  • ګرېډ انلاین

ګرېډ انلاین خپرونې په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې په پیل کې د علي په نوم د بامیان ولایت د یوه خبریال کیسه لولو چې وايي طالبانو ورته زنګ وواهه چې د هر ډول راپورونو تر خپرولو مخکې باید دا راپورونه دوی ته ولېږي.

د علي په وینا خبریالان اجازه نه لري پر طالبانو انتقاد وکړي او که دا کار وکړي، له بدو پایلو سره مخامخ کېدای شي.

مقاله تېر وخت ته په اشاره وايي، کله چې امریکا په ۲۰۰۱کال کې طالبان له واکه وغورځول، په افغانستان کې ازادې رسنۍ یا ژورنالیزم نه وو خو مقالې د خبریالانو نړیوال فدراسیون راپور ته په اشاره لیکلي، دوې لسیزې وروسته کله چې افغان حکومت سقوط شو، په دې هېواد کې تر ۱۳۰ زیات تلوېزیونونه، تر ۳۰۰ زیاتې راډیوګانې او تر ۲۰۰ زیاتې چاپي رسنۍ فعالې وې.

وروسته لولو چې د طالبانو له یو ځل بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ۸۱ تلوېزیونونه، ۳۶ چاپي او انلاین رسنۍ پاته شوي او رادیوګانې هم پر نیمی درېدلي دي.

په دې مقاله کې لولو چې دا رسنۍ د یو شمېر لاملونو له کبله غیر فعالې شوې، لکه د افغانستان د اقتصاد خرابېدل، له رسنیو سره د نړیوالو فنډونو درېدل او د خبریالانو د امنیت په اړه اندېښنې.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG