د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

طالبانو یوه اونۍ کې ۵ خبریالان نیولي؛ ار اېس ایف: له دولسو ۸ زرو افغان خبریالانو دندې پرېښي


دوه افغان خبریالان، چې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ په لومړیو کې یې د دوی لخوا د شکنجه کیدو ادعا لرله
دوه افغان خبریالان، چې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ په لومړیو کې یې د دوی لخوا د شکنجه کیدو ادعا لرله
د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي، یوازې په تېرې ورستۍ یوه اوونۍ د طالبانو حکومت پنځه خبریالان نیولي دي.
د دغو بنسټونو په خبره، په پکتيا کې د اريانا تلويزيون سيمه ييز خبريال حبيب الله سراب، په ننګرهار کې د کليد راډيو د دفتر مسول فقير محمد فقيرزي، او د دغه رسنۍ خبریال جان اغا صالح او په کندوز کې د سلام وطندار راډيو سيمه ييز خبريال حسيب حساس هغه کسان دي چې د پنجشنبې ورځې راهیسې نیول شوي دي.
دغه شان په غزني کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي اژانس خبریال سید وحدت الله ابدالي هم د روانې اونۍ له پیل راهیسې د طالبانو په بند کې دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د سرچینو په حواله ویلي، چې ښاغلی ابدالي د خبریالې اړوند کومې قضیې په تور نه دی نیول شوی، خو د طالبانو حکومت د څلورو نورو خبریالانو د تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره( نی)
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره( نی)
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ دفتر یا (نی) مسول ظریف کریمي وايي: "د خبریالانو سره غیر اصولي چلند لا ډیر شوی. تیره اوونۍ په افغانستان کې پنځه تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکې ونیول شول، که د رسنیز کار وضعیت او په خپل سري ډول د خبریالانو نیول په همدې توګه دوام ولري، نو لرې نه ده، چې د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسي او دخبریالی کار به په افغانستان کې سقوط وکړي، له بده مرغه د خبریالانو وضیعت ورځ تربله د اندیښنې وړ ګرځي."
کریمي دا هم زیاته کړه چې د رسنیو سرغړونې باید د رسنیزو سرغړونو د کمیسیون له خوا تعقیب شي نه د امنیتي ارګاونونو له لارې.
(ار اېس ایف) یا د بې پولي خبریالان نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د دوه کلنۍ په درشل کې "د طالبانود رژیم تر واکمنۍ لاندې دوه کاله خبریالي( ژورنالیزم " په نوم یو راپور خپور کړی او ویلي د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې وروسته د ۱۲۰۰۰ خبريالانو له ډلې دوه پر درې برخې يې د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي چې په سلو کې ۸۰ يې ښځينه خبريالانې دي.
په راپور کې راغلي، له ۵۴۷ ثبت شويو رسنیو له نیمايي زیاتو یې اوس تړل شوي، له ۱۵۰ تلویزوني شبکو له ۷۰ کمې یې فعالې دي، د ۳۰۷ راډيوګانو یوازې ۱۷۰ راډيو خپرونې لري، او د خبري اژانسونو شمیر د تیر دو کلونو راهیسې له ۳۱ څخه ۱۸ ته راټيت شوي دي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان یوخصوصي تلویزون
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان یوخصوصي تلویزون
یوه افغانه خبریاله، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي،د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپل کاري شرایطو په اړه داسې وايي: "اوسمهال نشو کولای چې د راپور د جوړولو په برخه کې په آرمۍ خپل کار وکړو، ولې؟ ځکه چندان اجازه نلرو، له نارینه پرته کار کوه، نارینه همکار نلرو، او زموږ راپورونه تل له زاویې لرې وي، له نږدې نشو کولای موږ خپل راپور جوړ کړو، دا ستونزه شته، بل هم د ماسک په برخه کې ستونزه ده، موږ چې کله غواړو خبرې وکړو، د اکسیجن له کمښت سره مخ کیږو، موږ ته لږ ستونزمن دی."
یو خبریال، چې هغه هم د طالبانو تر واک لاندې ژوند او رسنیز فعالیت کوي او نه غواړي نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل: " په تیر نظام کې به مو چې کله کوم راپور جوړوه ازادانه به مو موضوع تعقیبوله، او بیا به مو خپروله، خو په اسلامي حکومت کې موږ نشو کولای یوه موضوع تعقیب کړو، له حده ډیرې سختګیرۍ شته، اسلامي امارت خبریالانو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي، له بده مرغه چې هره ورځ خبریالان نیول کیږي، سپکاوی ورته کیږي او وهل کیږي."
طالبانو پر ښځینه خبریالانو داسې څرګندیدل جبري کړي
طالبانو پر ښځینه خبریالانو داسې څرګندیدل جبري کړي
په ورته وخت کې د امریکا د سولې انستیټیوت هم په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان تر بیاځلې واکمنیدو وروسته، تر ډیره بریده ډیموکراټیک بنسټونه حذف کړي، او د بیان د ازادۍ د کنټرول په موخه ېې رسنیو باندې نظارتي او تنبیهي محدودیتونه لګولي دي. په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنیدو وروسته د نورو محدودیتونو ترڅنګ د خبریالانووهل ټکول، سپکاوی، او نیول هغه څه دي چې خبریالان ورسره مخ دي.
تر دې وړاندې هم یو شمیر خبریالان د طالبانو دحکومت له خوا نیول شوي دی، چې د نیولو او د نیولو تورونو په اړه یې تر ډېره د طالبانو حکومت څه نه دي ویلي.
په دې راپور کې مو هڅه وکړه، چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولرو، خو د راپور تر خپریدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
د خبریالانو د یو شمېر بنسټوڼو د معلوماتو پر بنسټ، د تازه نیولو شویو خبريالانو سربېره، افغاني الاصله فرانسوي خبريال مرتضي بهبودي او يو شمېر نور خبريالان لا هم د طالبانو د حکومت په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG