د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

سرچینې: طالبانو د هلمند رسنیو ته ویلي، چې حتا په سوداګریزو اعلانونو کې د ښځو ثبت شوي غږونه مه خپروئ


د افغانستان د یوې رسنیزې ټولنې بینر او طالب وسله وال - ارشیف
د افغانستان د یوې رسنیزې ټولنې بینر او طالب وسله وال - ارشیف

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار له خبریالانو او رسنیو سره د ښه چلند ژمنې کړي، خو بر عکس یې د دوی پر وړاندې خپلو سخت دریځو کړنو ته دوام ورکړی دی.

تازه په هلمند کې سیمه‌ییز خبریالان او د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه وايي، طالب چارواکو رسنۍ ګواښلي او خبرداری یې ورکړی چې له دې وروسته په هېڅ حالت کې د ښځو غږونه خپاره نه‌کړي.

په هلمند کې یو ځايي خبریال چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم او غږ په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ان په سوداګریزو اعلانونو کې د ښځو د غږ په خپرېدو بندیز لګولی دی.

طالبانو تر دې مخکې د تلویزونونو پر ښځینه کارکوونکو داسې را څرګندیدل جبري کړي وو
طالبانو تر دې مخکې د تلویزونونو پر ښځینه کارکوونکو داسې را څرګندیدل جبري کړي وو

د هلمند په ګډون د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو د هلمند په ګډون د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې سیمه‌ییزو رسنیو د ملګرو ملتونو د یو شمېر ادارو او ځینو رسنیو په مالي ملاتړ د روغتیا او د ناچاوده مهماتو په اړه یو شمېر سوداګریز اعلانات خپرول چې په کې د ښځو غږونه وو.

په هلمند کې د یوې سیمه‌ییزې راډیو مسوول چې دی هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم او غږ په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ټولو سیمه‌ییزو رسنیو ته خبرداری ورکړی، که له دې وروسته یې له رسنۍ په هره برخه کې د ښځو غږ خپور شي، تړل کېږي او مسوول به یې مجازات کېږي.

سرچینه دا هم وايي چې په هلمند کې لا له وړاندې ښځینه خبریالانې له کار کولو منع شوې وې او اوس یې په ثبت شوې بڼه په خپرېدونکو غږونو هم بندیز ولګېد.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو مرکز یوه اعلامیه کې د طالب چارواکو په دې پرېکړه اندېښنه ښودلې او دا یې ښکاره تبعیض بللې.

بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د وزګارو شویو ۸ زرو افغان خبریالانو ۸۰ سلنه یې ښځې او نجونې دي
بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د وزګارو شویو ۸ زرو افغان خبریالانو ۸۰ سلنه یې ښځې او نجونې دي

د دې مرکز په اعلامیه کې چې پرون خپره شوې لیکل شوي" د دې ډول اعلانونو خپرول د خصوصي رسنیو مالي سرچینې دي او بندیز یې د سیمه‌ییزو رسنیو د سقوط لامل کېږي. "

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې هم خپره کړې اعلامیه کې طالبان د افغان رسنیو په ځپلو او ګواښلو تورن کړي او ترې یې غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د دې کمېټې په اعلامیه کې چې نن خپره شوې د"CPJ" د اسیا د پروګرامونو د همغږې کوونکې به‌لیه يي له قوله لیکلي:"په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ یو له لوی بشري بېړني حالت سره مخ دی. باوري معلوماتو ته لاس‌رسی کولی شي په بحران کې د ژوند ژغورلو کې مرسته وکړي، خو د رسنیو پر وړاندې د طالبانو زیاتېدونکی ګواښ بر عکس کار کوي. "

په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته، طالبانو په لسګونه سیمه‌ییزې رسنۍ وتړلې او د ځینو نړیوالو رسنیو په خپرونو یې بندیز ولګاوه.

خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت د نشراتي چارو معین مهاجر فراهي پرون د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، دوی پر رسنیو هیڅ ډول فشار نه‌‌دی راوستی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوحه - ارشیف
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوحه - ارشیف

فراهي ویلي:"په اصولو کې اسلامي امارات د رسنیو خلاف نه‌دی او دا چې رسنۍ په هر هېواد کې مکلفې دي چې د هغه هېواد اصولو، نظام او لوړو اهدافو ته ژمنې اوسې، دا په هر هېواد کې شته. له دې پرته موږ له رسنیو څه نه غواړو. "

خو د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې، د بې‌پولې خبریالانو سازمان، د افغانستان د خبریالانو مرکز، د افغانستان له ازاد رسنیو د ملاتړ بنسټ او یو شمېر نورو ادارو راپورونه ښيي چې طالبانو واک ته له بیا ځلي رسېدو وروسته، خبریالان په خپل‌سري ډول نیولي، شکنجه کړي، د هغوی په کارونو کې یې لاس‌وهنه کړې او ان د رسنیو او خبریالانو راپورونه یې سانسور کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې بیا دا هم ویلي چې د دې ځپونکو کړنو تر شا تر ټولو محرکه قوه د طالبانو استخبارات دي.

خو د طالبانو استخباراتو بیا د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG