د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د جرمني یو شمېر مرستندویه بنسټونو د افغانستان وضعیت "ډېر تیاره" بللی


د کابل یو شمېر بېوزله مېرمنې او ماشومان
د کابل یو شمېر بېوزله مېرمنې او ماشومان

د لوږې د له منځه وړلو د نړیوالې ادارې مشرې الکه ګوټ شالک د جرمني له ARD ټلویزیون سره په مرکه کې د طالبانو له واکمنېدو دوه کاله وروسته، د افغانستان په اړه یو ډېر تیاره تصویر وړاندې کړی دی.

د جرمني د خبري آژانس DPA د راپور له مخې مېرمن ګوټ شالک د افغانستان وضعیت ډېر کړکېچن ښودلی او ویلي یې دي چې دا حالت هره ورځ د دې هېواد په لارو کوڅه کې لیدلی کېږي. نوموړې وايي، سره له دې چې په افغانستان کې اوس جګړه نه شته خو اولس میلیون وګړي د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي او ۲۹ میلیون افغانان د نړیوالو پر بشري مرستو متکي دي.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري یا اسد په ۲۴مه حتی هغه مهال چې ټول امریکايي ځواکونو لا نه وو، وتلي پر افغانستان ولکه ټینګه کړه. دوی په لومړي سر کې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې هېواد به په اعتدال سره اداره کوي خو وروورو یې پر خلکو، مخصوصا پر ښځو د سختو بندیزونو عملي کولو ته مخه کړه.

د DPAراپور زیاتوي چې د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت اوس مهال له یوه خطرناک حالت سره مخامخ دی. مېرمن ګوټ شالک وايي، د ۲۰۲۲ کال په پای کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز نوي ستونزې وزېږولې. د لوږې د له منځه وړلو د ادارې مشره وايي، که څه هم په افغانستان کې د دې موسسې په سلو کې شل کارکوونکې ښځې دي، خو د هغې په وینا دوی مجبور وو، چې د هرې ښځې د استخدام په برخه کې له طالبانو سره جلا خبرې وکړې.

نوموړې همداراز وايي چې په هره ولسوالۍ یا ولایت کې د رغنیزو پروژو د عملي کولو په اړه باید دوی د طالبانو له سیمه ایزو چارواکو سره خبرې وکړي.

ویل کیږي، چې طالبان تر پخوا لا سخت دریځه شوي
ویل کیږي، چې طالبان تر پخوا لا سخت دریځه شوي

په عین حال کې په افغانستان کې د یوې بلې جرمنۍ خیریه ټولنې مشر هم ورته خبرې کړې دي. په کابل کې د جرمني د کاريتاس انټرنیشنل مرستندویې موسسې مشر ستیفان ریکر له دویچلنډ فونک راډیو سره په مرکه کې ویلي دي چې دوه ښځې لا هم د دې دفتر لپاره کار کوي خو اجازه نه ده ورکړل شوې چې دفتر ته ولاړې شي بلکې باید له خپلو کورونو څخه کار وکړي.

ریکر وايي چې د کابل په واټونو کې د سوالګرو شمېر په واضح ډول زیات شوی، وضعیت ناامېدوونکی دی او ډېری خلک اوس هم غواړي چې له هېواده ووځي.

ښاغلی ریکر وایي، کاریتاس انټرنیشنل، د طالبانو له چارواکو سره کاري اړیکي لري ځکه د ویزو، د کار د جواز او یولړ نورو چارو لپاره دې اړیکو ته اړتیا لري خو دی زیاتوي چې دا اړیکي سیاسي نه دي.

دی په عین حال کې یادونه کوي چې دی خپل کار ته هیله من دی ځکه د امنیت له ښه کېدو سره په لارو کوڅو کې د جنایاتو کچه راټیټه شوې ده. د کاریتاس انټرنیشنل د کابل د دفتر مشر د افغان مېرمنو حوصله هم ستایلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG