د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د ځوانانو نړیواله ورځ؛ پروین: افغانستان پنجره شوی، ساه اخېستل پکې ستونزمن شوي


د افغان ښځینه فعالانو په وینا، افغان ښځې د ژوند تر ټولو بدو ورځو کې دي - عکس له ارشیفه
د افغان ښځینه فعالانو په وینا، افغان ښځې د ژوند تر ټولو بدو ورځو کې دي - عکس له ارشیفه

نن شنبه د اګست ۱۲مه د ځوانانو نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د دې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې لیکلي، چې دی به له ځوانانو سره د ښې راتلونکې لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړې، چې د ځوانانو تر څنګ ولاړ دی او د ټولو لپاره به د یوې هوسا، برابرې او انعطاف وړ راتلونکې لپاره کار ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې یو شمېر ځوانان وايي چې کاري فرصتونه، فرهنګي او ټولنیز فعالیتونه له دوی څخه اخیستل شوي دي.

يو تن مدني فعال جان احمد وليزاده وايي، پخوا به يې له نورو ځوانانو سره ډېر فرهنګي فعاليتونه کول، خو اوس ځوانانو ته دا زمينه نه‌شته.

د طالبانو له واکمنۍ مخکې یو شمېر افغان ځوانان په ارګ کې له مخکېني ولسمشر اشرف غني سره - ارشیف
د طالبانو له واکمنۍ مخکې یو شمېر افغان ځوانان په ارګ کې له مخکېني ولسمشر اشرف غني سره - ارشیف

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "موږ یو شمېر ځوانان راټول کړي وو، کلتوري فعالیتونه مو کول، زموږ غږونه اورېدل کېدل، هغو کسانو چې زده کړه کوله، هیله مو دا وه چې یو ځای ته ورسېږو."

په همدې حال کې یو بل ځوان چې د افغانستان د یوه وزارت پخوانی کارکوونکی و او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم يې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه او له اقتصادي ستونزو سره مخ شو.

نوموړی زیاتوي چې ځوانان هیڅ هیله نه‌لري او هڅه کوي چې له افغانستانه ووځي.

دغه افغان ځوان ووویل: "د کار له لاسه ورکولو سره، موږ له اقتصادي ننګونو سره مخ شو او په دویم ګام کې موږ هغه کلتوري فعالیتونه نه‌لرو چې پخوا مو درلودل، هغه ځوانان چې د ۲۰ کلن سیسټم په فکري بنسټ کې لوی شوي، د دوی راتلونکی په خطر کې دی."

یو بل ځوان چې د طالبانو له رژیم څخه مخکې یې په رسنیو کې کار کاوه او د ورته ستونزې له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، چې د محدودیتونو او په افغانستان کې د اوسني وضعیت او د کاري ځای د نشتوالي له امله اوس په ایران کې د مزدور په توګه کار کوي.

دا هم یو افغان خبریال نصرت شهاب، چې اوس له مجبورۍ پېښور کې کباړ یا زړې اوسپنې ټولوي
دا هم یو افغان خبریال نصرت شهاب، چې اوس له مجبورۍ پېښور کې کباړ یا زړې اوسپنې ټولوي

هغه وایي:"ما یو کال وړاندې افغانستان پرېښود او ایران ته راغلم او په کار بوخت یم. زموږ انتخاب زموږ انتخاب نه و، زموږ ټاکنه قلم او کتاب و."

په همدې حال کې پیغله پروین هم وايي، چې په اوسني وضعیت کې ځوانان په ځانګړې توګه نجونې له محدودیتونو سره مخ دي او له دوی څخه د زده‌کړې، کار، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو فرصتونه اخیستل شوي دي.

نوموړې وويل: "په افغانستان کې، چې موږ په‌کې ژوند کاوه، موږ له ستونزو سره سره د راتلونکي په اړه فکر کولى شو، خو اوس افغانستان زما لپاره د پنجرې په څېر دى، چې هلته ساه اخيستل ستونزمن دي او ارمان کول يې ناشوني دي. موږ د بدمرغۍ په اصلي معنا پوه شو."

یو شمېر نور ځوانانو هم چې له ازادي راډیو سره یې خبرې کولې له خپلو ستونزو شکایت وکړ.

له کابل اوسېدونکي احمدشاه ازادي راډیو ته وویل:" د کاري زمينې نه شتون د مهاجرت د کړکېچ لامل ګرځېدلی، ځوانان له ژوند څخه مایوسه کېږي، زده‌کړې پرېږدي او د کار لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي."

د افغانستان- ایران یوه قاچاقي لاره، چې هره ورځ پرې زرګونه افغان ځوانان له هېواده وځي - ارشیف
د افغانستان- ایران یوه قاچاقي لاره، چې هره ورځ پرې زرګونه افغان ځوانان له هېواده وځي - ارشیف

د بلخ اوسېدونکی نورالله وایي:"که ښوونیزو ستونزو ته پام وکړو، د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته دا ستونزې ډېرې شوې، خویندې مو له زده‌کړو منع شوې. استادان او اکاډمیک کارکوونکي د ګواښونو له امله له هېواده ووتل."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنېدو وروسته سلګونه زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

سیګار د ۱۴۰۱ کال ثور مياشت کې په یوه راپور کې ویلي چې، د ملګرو ملتونو د کار د نړیوال سازمان د ارزونو پر بنسټ د ۲۰۲۱ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۵۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

سیګار دا هم وویل چې د 2022 تر اوړي پورې به د هغو خلکو شمېر چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته به خپلې دندې له لاسه ورکړي د ۷۰۰ او ۹۰۰زرو ترمنځ وي او ښځې به د نارینه‌و په پرتله ډېرې اغېزمنې شي.

طالب چارواکو د ځوانانو د نړیوالې ورځې په اړه څه نه‌دي ویلي .

بې کاري د افغان ځوانانو له تر ټولو اصلي ستونزو ګڼل کیږي - تصویر د خوست ولایت یوه څنډه
بې کاري د افغان ځوانانو له تر ټولو اصلي ستونزو ګڼل کیږي - تصویر د خوست ولایت یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال قاري محمد یونس رشید هم په افغانستان کې د ځوانانو د ستونزو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویاند حبیب الرحمن حبیب څو ورځې وړاندې د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې ملت ته وویل، چې دوی شاوخوا ۳۲ زره کسانو ته د تخنیکي او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه برابر کړي او له دې ډلې یې ۱۲ دولتي شرکتونه فعال کړي چې ۴۰ زره کسانو ته په‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د ۲۰۱۹ کال د راپور له مخې، دغه هېواد د هغو ۲۰ هېوادونو په کتار کې و، چې ځوان نفوس لري، چې شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي، چې ۶۷ سلنه نفوس یې له ۲۴ کلونو کم عمر لرونکي ځوانان دي.

د اګست ۱۲مه د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) له‌خوا د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې او له دې ورځې راهیسې هر کال د ځوانانو او د هغوی ستونزو ته د پاملرنې په موخه نمانځل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG