د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

افغان ځوان ابوبکر صدیق میاخېل د '۲۰۲۳ کال شارلماني ځوانانو' جایزه ګټلې


ابوبکر صدیق میاخېل ته د شارلماني ځوانانو د جایزې ورکولو مراسم
ابوبکر صدیق میاخېل ته د شارلماني ځوانانو د جایزې ورکولو مراسم

یو ۱۹ کلن افغان کډوال ابوبکر صدیق میاخېل د اروپا د ۲۰۲۳ کال د شارلماني ځوانانو جایزه ګټلې ده.

نوموړی وايي: "ما د اروپا د شارلماني جایزې لومړی مقام وګاټه، د ۲۷ هېوادونو ځوانان د دې جایزو لپاره نوماندان و. ګټونکی یې د اروپایي ټولنې د استازو په رایو غوره کېږي."

۱۹کلن میاخېل د څو کلونو راهیسې په بلجیم کې ژوند کوي او اوس د نیویارک په راچسټر پوهنتون کې د فزیک برخې محصل دی.

ابوبکر صدیق میاخېل د 'AILEM' په نوم یو اپلېکېشن جوړ کړی چې په اروپا کې د مهاجرینو سره د انګلیسي او فرانسوي ژبو په زده کولو کې مرسته کوي.

میاخېل ازادي راډيو ته وویل، دا جایزه د دې اپلېکېشن د جوړولو له امله ده ته ورکړل شوې، ځکه دا اپلېکېشن له کډوالو سره مرسته کوي چې فرانسوي او انګلیسي ژبې په چټکۍ سره زده کړي.

۱۹کلن میاخېل د څو کلونو راهیسې په بلجیم کې ژوند کوي او اوس د نیویارک په راچسټر پوهنتون کې د فزیک برخې محصل دی.
۱۹کلن میاخېل د څو کلونو راهیسې په بلجیم کې ژوند کوي او اوس د نیویارک په راچسټر پوهنتون کې د فزیک برخې محصل دی.

نوموړی وايي: "دا اپ مهاجرینو ته انګلیسي او فرانسوي زده کوي، دا د ګرامر او لغتونو تدریس په څېر اسانتیاوې لري. تاسو حتی کولی شئ له یو بل سره انلاین لوبې وکړئ او خپلې ستونزې حل کړئ."

د ښاغلي میاخېل په خبره، ډېری افغان، اوکرایني، عرب او افریقايي کډوال د دغه اپلیکېشن کاروونکي دي چې د اپلېکېشن له نورو انتخابونو څخه د ژبې د تدریس په برخه کې خپلې ستونزې له نورو سره شریکولای شي.

هغه وايي، د دې اپلېکېشن پر لا پراخولو کار کوي چې د کډوالو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې په‌کې برابرې شي.

نوموړی وايي، علم ورته ډېر ارزښت لري او د همدې په برکت دغه مقام ته رسېدلی دی.

مياخېل وايي: "زما په نظر، تعلیم خورا مهم دی او زه یې دلته رارسولی یم. ټول افغانان باید زده‌کړې او زده‌کړې په لټه کې شي ترڅو خپل هېواد ته خدمت وکړو."

د شارلماني ځوانانو جایزه هر کال نوښتګرو ځوانانو ته ډالۍ کېږي چې سږ کال ابوبکر صدیق میاخېل ته ورکړل شوې.
د شارلماني ځوانانو جایزه هر کال نوښتګرو ځوانانو ته ډالۍ کېږي چې سږ کال ابوبکر صدیق میاخېل ته ورکړل شوې.

د شارلماني جایزې ویبپاڼې او ټولنیزو پاڼو هم اعلان کړی چې د سږني کال لومړۍ جایزه د ابوبکر صدیق میاخېل له‌خوا جوړ شوي 'AILEM' اپلېکېشن ته ورکړل شوې ده.

دا جایزه د اروپایي ټولنې پارلمان او د شارلماني انعام نړیوال بنسټ له‌خوا په ګډه د ۱۶ څخه تر ۳۰ کلنو نوښتګرو ځوانانو ته ورکول کېږي.

له ۲۰۰۸ کال راهیسې تر دا مهاله ۵ زره پروژو د دې جایزې د ترلاسه کولو لپاره سیالي کړې.

XS
SM
MD
LG