د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

سارا واحدي د فوربس نړیوالې مجلې نوملړ کې راغلې؛ دا څه کول غواړي؟


سارا واحدي
سارا واحدي

یوه افغانه مېرمن چې په دې وروستیو کې د فوربس په نړیواله مجله کې له ۳۰ کلونو کم عمره اغېزناکو ځوانانو په نوملړ کې شامله شوې وايي، چې غواړي د افغان ځوانانو له لارې نړۍ ته د افغانستان نوې څېره ور وښيي.

د 'احتساب' پلټفرم بنسټ اېښودونکې، ۲۷ کلنه سارا واحدي له دوو کلونو راهیسې امریکا کې ژوند کوي.

نوموړې چې د کولمبیا په پوهنتون کې د ډیتا ساینس او اسلامي مهندسۍ په برخو کې زده کړې کوي وايي، د خپلو زده کړو تر څنګ د احتساب خپرونې کارونه هم پر مخ وړي.

دا چې احتساب څه ډول پلټفرم دی په اړه اغلې واحدي وایي: "کله چې خلک یوه حادثه ویني، هغوی موږ ته معلومات راکوي او موږ کولای شو چې دا معلومات خلکو ته ورسوو. ډېری خلک باید دا وکولای شي چې د خپل ښار او یا د افغانستان د بېلابېلو موضوعاتو په خپرولو کې برخه واخلي. موږ پخوا داسې یو پلټفرم نه درلود."

سارا واحدي وايي چې د احتساب ټول ټیم په افغانستان کې اوسېږي او ۵۰ سلنه یې نجونې دي.

نوموړې د دې پلټفرم جوړولو د انګېزې په اړه داسې وايي: "ډېری ډیپلوماټانو او سفارتونو داسې پلټفرمونه درلودل، چې د هغه له لارې به یې لیکلي پيغامونه په موبایل ورلېږل او هره خبره به چې په کابل کې کېدله هغوی ته به يې معلومات ورکول، که د لارې بندېدو خبر و یا د ځان مرګي برید، د یوې نیمې دقیقې یا دوو دقیقو پیام به يې ورلېږه. نو ما له ځان سره دا فکر وکړ، چې ولې عام خلک داسې یو پلېټ فارم نه لري."

اغلې واحدي د دې پلټفرم په جوړولو سره توانېدلې چې د فوربس په نړیواله مجله کې له ۳۰ کلونو کم عمره اغېزناکو ځوانانو په نوملړ کې شامله شي.

نوموړې وایي: "دا په رښتیا هم د افتخار ځای دی، نه یوازې ما ته بلکې د احتساب ټیم ته. ځکه زه یوه افغانه مېرمن یم او دا ماته ډېره مهمه ده، ما هره ورځ د ټویټر او فېسبوک له لارې دا هڅه کړې چې د ځوانانو له لارې، نړۍ ته د افغانستان نوې څېره ور وښيم، د افغانستان ځوانان روشنفکران دي، تحصيل يې کړی، پرمختګ يې کړی او موږ غواړو چې د وطن قدرت له ځوانانو سره وي."

اغلې واحدي وايي، غواړي چې د هغو افغانو نجونو غږ شي چې نه شي کولای خپل غږونه پورته کړي، ځکه دا نه غواړي نړیواله ټولنه افغانې نجونې هیرې کړي.

نوموړې افغان ځوانانو ته پیغام لري او وایي: "بايد یو ځای کار وکړو، همدا زمونږ وطن دی، بل ځای د تلو لپاره نه لرو، باید یو بل سره لاسونه ورکړو او پرمختګ وکړو، نه یوازې په سیاست کې، بلکې په انجنیرۍ، ساینس او ټکنالوژي کې پرمختګ وکړو، دا ډېر مهم دي."

سارا واحدي په دې هیله ده چې یو ځل بیا افغانې نجونې وکولای شي چې نه یوازې خپل کار او زده کړو ته دوام ورکړي، بلکې د پخوا په څېر په سیاست کې هم ونډه واخلي.

د دې دا هيله داسې مهال ده، چې طالبانو په افغانستان کې د زده کړو او کار په ګډون له افغان نجونو د دوى ډېرى حقونه اخيستي، خو دوى يې د ترلاسه کولو لپاره تل غږ پورته کړى.

XS
SM
MD
LG