د سولې خبرو تودېدو او د ښځو د حقونو نا روښانه راتلونکي یو شمېر افغان مېرمنې اندېښمنې کړې دي.
د دې اندېښنو لویه برخه هغه مېرمنو ته ورګرځي چې تر ډېرهيې زدهکړې کړي او یا هم په تعلیمي ادارو کې ښوونکې دي.
صنم هغه نجلۍ ده چې د خیاطۍ فنيې زده کړی او په خپل کور کې د خیاطۍ په کولو، د زدهکړو لګښت برابروي.
د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي دا محصله چې ٢٢ کاله عمر لري د کابل په بنايي سیمه کې له خپلو ۲ خویندو او ۳ وروڼو، پلار او مور سره یوځای ژوند کوي.
صنم وایي، که څه هم له ډېرو ستونزو سره مخ ده، خو د خیاطۍ د ماشین په ګرځولو غواړي د زدهکړو لګښت ترلاسه او خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
خو دا د هغه نامعلوم راتلونکي نظام په اړه اندېښنه لري چې ښايي د طالبانو په حضور کې له سولې وروسته په افغانستان کې رامنځته شي.
هغې زیاته کړه: "زه د طالبانو د راتګ په اړه اندېښمنه یم، ځکه غواړم زدهکړې وکړم، تحصیل او کار وکړم، خو چې دا حق رانه وانهخیستل شي."
صنم وایي اندېښنه لري چې قدرت کې د طالبانو ونډې اخیستو په صورت کې به ونهشي کولای خپلو زدهکړو ته ادامه ورکړي او هیلې بهیې نیمګړې پاتې شي.
د دې ترڅنګ د پوهنتون استاده زرغونه جبارخېل په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مهال خاطرې یادوي.
اغلې جبارخېل په افغانستان کې د طالبانو رژیم د مېرمنو لپاره یوه تیاره دوره بولي او وايي هېڅ مېرمنه نهغواړي بېرته هغې دورې ته وګرځي.
دا زیاتوي: "افغانې ښځې باید قوي ملاتړ ولري، د طالبانو لهخوا یوې پیاوړې ژمنې او نړیوال تضمین ته اړتیا ده چې طالبان کومې ژمنې کوي باید په عمل کې يې ثابتې کړي."
اغلې جبارخیل وايي د افغان ښځو اندېښنو لیرې کولو لپاره باید حکومت له افغانو ښځو ملاتړ وکړي او له طالبانو باید نړیواله ټولنه ژمنه واخلي ترڅو په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې په ځای پاتې شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي د تحصیل کړو مېرمنو دا اندېښنې يې وخت په وخت د سولې عالي شورا سره شریکې کړې دي.
د دې وزارت ویاند احمد اوریاخېل ازادي راډيو ته وویل: "د سولې عالي شورا په غونډو کې چې کله هم د لوړو زدهکړو وزیر ګډون کړی، داسې موضوعګانې مطرح شوې او له دې حقونو موږ په جدي ډول دفاع کړې او تل بهیې دفاع کوو."
د لوړو زدهکړو وزارت د شمېرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې ٤٥٠ زره محصلین په زدهکړو بوخت دي چې له دې ډلې ٢٨ سلنهیې ښځې دي.
د ښځو اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي چې د روان میلادي کال د فبرورۍ په ٢٩مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې وروسته، د افغانستان سیاسي بهیر او حکومت کې د طالبانو د ګډون خبرې کېږي.
د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو پیل، د ٥ زره طالب زندانیانو خوشې کېدل او د هوکړې له لاسلیک ١٤ میاشتو کې د امریکایي ځواکونو بشپړ وتل، د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې اساسي شرطونه ګڼل کېږي.
له دې وړاندې یو شمېر فعالو ښځو هم ځیني انتقادونه مطرح کړي وو چې دې هوکړې کې د ښځو ونډه پام کې نهده نیول شوې او د هغوی د حقونو په ساتلو کې وضاحت نهدی ورکړل شوی.
خو افغان حکومت وایي، د دوه لسیزو لاسته راوړنې په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو پر سر هېڅ ډول معامله نهکېږي او د سولې په هوکړه کې به د ټولو حقونه خوندي پاتې شي.
طالبانو تر اوسه د ښځو د حقونو په اړه ښکاره څه نهدي ویلي بار بار یې د ښځو ازادي په اسلامي شریعت پورې تړلې مسئله بللې ده، هغه مسئله چې بېلابېل تعبیرونه ترې اخیستل کېږي.
راپور: مهناز نوري