د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د کندهار 'مېرمن راډيو' د ۲۰۲۰ کال نړیواله جایزه تر لاسه کړه


په کندهار کې د میرمن راډیو یوه خبریاله
په کندهار کې د میرمن راډیو یوه خبریاله

په کندهار کې د "مېرمن" په نوم د ښځو لپاره ځانګړې محلي راډیو د بې پولي خبریالانو سازمان له خوا د ۲۰۲۰ میلادي کال د اغېز لرونکي رسنۍ جایزه تر لاسه کړه.

دغه جایزه د چهارشنبې (د لېندۍ ۱۹مه) په ورځ د ټایوان مرکز ټایپي کې اعلان شوه.

دغه جایزې په درېيو برخو کې له افغانستانه مېرمن راډيو ته د تأثیر لرونکي رسنۍ په توګه، یوې روسي خبریالي ایلینا میلاشینا ته د زړورتیا او د مصر یوې خبریالي لینا اتلا ته د بیان د ازادۍ په برخه کې ورکول شوې.

د مېرمن په نوم د دغې راډیو بنسټ شااوخوا ۹ کاله وړاندې د مریم دُرانۍ په نوم یوې ۳۵ کلنې ځوانې افغانې مېرمنې کېښود چې د مېرمنو له خوا په سیمه ییزه کچه ۱۴ ساعته د ښځو پر مسایلو خپرونې او پروګرامونه لري.

د مېرمن په نوم د دغې راډیو بنسټ شااوخوا ۹ کاله وړاندې د مریم دُرانۍ په نوم یوې ۳۵ کلنې ځوانې افغانې مېرمنې کېښود
د مېرمن په نوم د دغې راډیو بنسټ شااوخوا ۹ کاله وړاندې د مریم دُرانۍ په نوم یوې ۳۵ کلنې ځوانې افغانې مېرمنې کېښود

د مېرمنو لپاره په دغه ځانګړي محلي راډيو کې شااوخوا لس نجونې کار کوي چې د چهارشنبې په ورځ یې د بې پولي خبریالانو سازمان له خوا د ۲۰۲۰ میلادي کال د اغېزناکې رسنۍ په توګه جایزه تر لاسه کړه.

مریم دُرانۍ د دغه جایزې تر اعلان وروسته ازادي راډیو ته وویل چې ډېره خوشحاله ده چې دغه جایزه تر لاسه کوي: "طبعاً زه او زما همکاران د خوښۍ او خوشحالۍ احساس کوو چې زموږ یوې محلي راډيو په نړیواله کچه جایزه ترلاسه کړه."

مریم دُرانۍ تر دې مخکې ازادي راډیو ته د خپلو راډيويي پروګرامونو په اړه ویلي و چې د کندهار په سُنتي ټولنه کې په خاص ډول لېرو پرتو سیمو کې د ځنیو حساسیتونو سره مخامخېږي: "د ټولنې د ارزښتونو له خاطره موږ لا هم د ستونزو سره مخامخ یو، دا حساسیتونه په ښار کې نه، بلکې په ولسوالیو او کلیو کې شته."

په کندهار کې د مېرمن راډیو یوه خبریال
په کندهار کې د مېرمن راډیو یوه خبریال

مریم دُرانۍ د مېرمنو لپاره د ځانګړي راډيو ترڅنګ د 'خدیجه الکبرا' په نوم د یوه مدني بنسټ په چوکاټ کې د مېرمنو لپاره ورزشي کلب، کتابتون او د عصري زده کړو بېلابېل کورسونه لري.

هغه د خپلو دغه فعالیتونه له کبله څو ځله په نړيواله کچه ستایل شوې او ډېرې جایزې یې ترلاسه کړي دي.

د بې پولي خبریالانو سازمان له خوا د مریم دُرانۍ سیمه ییزې راډيو ته د ۲۰۲۰ میلادي کال د تاثیر لرونکي رسنۍ د جایزې تر څنګ په دوو نورو برخو کې یوې روسي خبریالي ته د زړورتیا او د مصر یوې خبریالي ته د بیان د ازادۍ جایزې اعلان شوې .

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG