د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

کندهار کې د مېرمنو یوه راډیو د بیان ازادۍ نړیوالې جایزې ته کاندیده شوې


د مېرمن راډیو د خپرونو سټوډیو
د مېرمن راډیو د خپرونو سټوډیو

په کندهار کې د 'مېرمن' په نوم د ښځو لپاره ځانګړې محلي راډیو چې د مېرمنو له‌خوا د مېرمنو لپاره خپرونې لري د بې‌پولې خبریالانو سازمان له‌خوا د ۲۰۲۰ م کال د بیان د ازادۍ د نړیوالې جایزې په نوملړ کې شامله شوې ده.

دغه جایزه سبا سې شنبه د ټایوان په مرکز ټایپي کې اعلانېږي.

د مېرمن په نوم راډيو د ۲۰۱۱ م کال را په دې خوا فعالیت لري چې د مېرمنو له‌خوا په سیمه‌ییزه کچه ۱۴ ساعته د ښځو پر مسایلو خپرونې او پروګرامونه لري.

د مېرمنو لپاره په دغه ځانګړې محلي راډيو کې شاوخوا ۱۰ نجوني کار کوي.

د زینب حلیمي په نوم د دغې راډيو یوه کارکوونکې وايي چې د دوی د راډيويي پروګرامونو موضوعات ښځو ته ځانګړي شوي.

اغلې حلیمي زیاتوي: "زموږ اصلي هدف یعنې مېرمنې دي، د هغو لپاره مختلف پروګرامونه لرو، ټولنیز یا اجتماعي همدارنګه تفرېحي پروګرامونه د هغه ترڅنګ خبرونه او داسې نور او د ماشومانو لپاره هم ځانګړي پرګرامونه لرو، داسې د ښځو د مشکلاتو اړوند پروګرامونه چې ښځې ستونزي ولري هغه هم د دې راډیو له لارې خلکو ته رسوو."

د مېرمن راډیو د یوې خپرونې کوربنې
د مېرمن راډیو د یوې خپرونې کوربنې

اقرا محراب د مېرمن راډيو یو بله کارکوونکې د خپلو پروګرامونو په اړه وايي: "یو دودونه او خواړه خپرونه ده چې په دې خپرونه کې موږ د اورېدونکو لپاره روغتیایي ګټې، اشپزي او د هغه ترڅنګ د افغانستان هغه دودونه چې په ځینو سیمو کې دود او دستور دي وړاندې کوو، دوهمه هم ځانګړې مرکه خپرونه ده چې په ځانګړې مرکه خپرونه کې د افغانستان هغه مېرمنې چې موږ یې لرو او د مېرمنو په برخه کې کار کوي هغوي موږ مېلمانه کوو، وروسته د ښځو پر بېلابېلو مسایلو، تاوتریخوالي، په بدو کې ورکړه او د هغه ترڅنګ هغه مسایل چې په ورځني ژوند کې مېرمنې ورسره مخامخ دي له دغه مېرمنو سره شریکوو."

د مېرمن په نوم دغه محلي راډیو د بې‌پولې خبریالانو سازمان له‌خوا د ۲۰۲۰ م کال د بیان د ازادۍ د نړیوالې جایزې په هغه نوملړ کې شامله شوې چې ټاکل شوې د روانې ډسمبر میاشتې په اتمه نېټه د ټایوان په مرکز ټایپي کې اعلان شي.

د دغه جایزې نوملړ ته د افغانستان څخه د مېرمن راډيو ترڅنګ د روسیې، برازیل، فیلیپین، هندوستان او فرانسې ۱۲ خبریالان او رسنۍ شامل شوي چې د رسنیو د زړورتیا، تأثیر لرونکي او د بیان د ازادۍ په درېیو جلا جلا برخو کې به جایزي ترلاسه کړي.

د مېرمن راډيو مشره مریم درانۍ چې خپله هم د مېرمنو په برخه کې د بېلا بېلو فعالیتونو له کبله په نړيواله کچه ستایل شوې، هیله لري چې دغه جایزه به د هغه سخت کار له خاطره ترلاسه کړي چې دې او همکارانو یې سرته رسولی.

مریم درانۍ
مریم درانۍ

مېرمن درانۍ زیاتوي: "زه هیله لرم د هغه فعالیتونو له خاطره چې موږ درلودل او کومې هڅې چې زموږ همکارانو، خبریالانو او پروډیسرانو د راډيو په برخه کې ترسره کړي و وکولای شو دغه جایزه ترلاسه کړو."

د مېرمن درانۍ په وینا د راډیو د فعالیت څخه‌يې هدف لیرو پرتو سیمو ته د ښځو د غږ رسول دي، خو لاهم ډېر کله د کندهار په سنتي ټولنه کې په خاص ډول لیرو پرتو سیمو کې د ځنیو حساسیتونو سره مخامخ کېږي.

مېرمن درانۍ وايي: "د ټولنې د ارزښتونو له خاطره موږ لاهم د ستونزو سره مخامخ یو، دا حساسیتونه په ښار کې نه، بلکې په ولسوالیو او کلیو کې شته."

مریم درانۍ د مېرمنو لپاره د ځانګړې راډيو ترڅنګ د «خدیجه الکبرا» په نوم د یوه مدني بنسټ په چوکاټ کې د مېرمنو لپاره ورزشي کلب، کتابتون او د عصري زده‌کړو بېلا بېل کورسونه لري.

کندهار کې د مېرمنو لپاره جوړ شوی ورزشي کلب
کندهار کې د مېرمنو لپاره جوړ شوی ورزشي کلب

هغه د خپلو دغه فعالیتونو له کبله څو ځله په نړيواله کچه ستایل شوې او زیاتې جایزې یې ترلاسه کړې دي.

نوموړې په امریکا کې د ملي دیموکراسۍ د ټولنې له‌خوا د نړۍ په کچه د ۳۰ فعاله مېرمنو په کتار کې شامله شوې، په هالنډ کې يې د بیان د ازادۍ، په امریکا کې یې د زړورې ښځې او په ترکیه کې یې د سولې په نوم جایزې ترلاسه کړې دي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG