د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

ښځو سره تبعیضي چلند؛ د ښځو یوه شبکه: نړیواله ټولنه دې طالبان په رسمیت نه پېژني


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د افغان ښځو یوې ډلې د ښځو خلاف د طالبانو د تبعیضي چلند د مخنیوي لپاره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د افغان ښځو د پارلمان او رهبرانو شبکه وايي، د طالبانو له لوري د ښځو سیستماتیک تبعیض باید نور ودرول شي.

دې شبکې پرون یکشنبې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو د دویمې کالیزې په درشل کې وویل، د ۲۰۲۱ د اګست له پنځلسمې راوروسته یې په افغانستان کې د بشري وضعیت په تېره بیا د ښځو د حقونو په اړه معلومات راټول کړي او تحلیل کړي دي.

د افغان ښځو د پارلمان او رهبرانو شبکې مرستیالې هما احمدي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړونې وضعیت ته جدي پام وکړي.

احمدي زیاته کړه: "په نړیواله کچه دې پر طالبانو بندیزونه ولګول شي چې د افغانستان اساسي قانون او بیرغ ومني او ښځو ته، چې د افغانستان نیمايي وګړي دي، د کار، ګرځېدو او زده کړو اجازه ورکړي او له نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې تر څو طالبان د ښځو حقونه ونه مني تر هغو دې د دوی حکومت په رسمیت نه پېژني.

په کابل کې د معترضو ښځو د یوې غونډې انځور. July - 09 - 2023
په کابل کې د معترضو ښځو د یوې غونډې انځور. July - 09 - 2023

د افغان ښځو د پارلمان او رهبرانو شبکې په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دغو معلوماتو له مخې، په ټولو برخو کې د ښځو خلاف تبعیض په زیاتېدو دی او ښځې د ټولنې له ټولو برخو ایستل کېږي.

دوی همداراز ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې افغان ښځې او نړیواله ټولنه شاهده ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو سیستماتیکې سرغړونې دوام لري.

یوازې دا ډله نه ده چې د ښځو د حقونو اواز اوچتوي، اکثره افغان ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو غوښتونکې دي.

یوې ښځې چې نه یې غوښتل د امنیتي اندېښنو له کبله یې نوم یاد شي، ازادي راډیو ته وویل: "ولې باید ښځې د کار او تحصیل حق ونه لری. طالبان باید موږ ته حق لري."

د افغان ښځو د پارلمان او رهبرانو شبکې ټینګار کړی چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته افغان ښځې منزوي او رټل شوي او له بشپړ تعصب سره مخامخ دي.

دوی وايي، که دا بهیر په همدې ډول دوام وکړي، د هېڅ افغان ښځې فریاد به وانه‌ورېدل شي او دا به د افغانستان لپاره یو ستر ناورین وي.

د افغان ښځو د پارلمان او رهبرانو شبکې په خپله اعلامیه کې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو، په پوهنتونونو کې د نجونو د لوړو زده کړو، په دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز او له کورونو د ښځو پر راوتلو کې محدودیتونو ته په اشارې ویلي چې دا موارد په هغه پرېشانۍ او خپګان کې اساسي رول لري چې نن سبا افغان ښځې او نجونې ورسره مخامخ دي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.

دوی دغه راز ویلي چې طالبان هره ورځ نوی بندیز لګوي او دوی پر له‌پسې له هغوی غواړي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ټولو حقونو د رعایتولو لپاره د نړیوال او منل شوي مترقي دود پر اساس خپل مسوولیت ادا کړي.

دوی په عین حال کې ویلي چې طالبان باید د ښځو او نجونو د اساسي حقونو په وړاندې ځواب ویونکې وي.

د افغان ښځو او نړیوالې ټولنې له انتقادونو او غوښتنو سره سره طالب چارواکي وايي چې د اسلامي شریعت په رڼا کې یې ښځو ته ټول حقونه ورکړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG