د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د ویسا د زنداني کېدو ۱۲۵ مه ورځ؛ بنېټ: د طالبانو دا کړنه خپلسرې او غیر عادلانه ده


 مطیع الله ویسا له بندي کېدو مخکې له یو شمېر زده کوونکو سره
مطیع الله ویسا له بندي کېدو مخکې له یو شمېر زده کوونکو سره

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ وايي، د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا بې له کوم تور څخه، له ۱۲۵ ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

د ده له قوله، دا خپل‌سری او غیر عادلانه عمل دی.

ښاغلي بېنېټ نن یک‌شنبه "د زمري میاشتې په اتمه" نېټه پر خپل ټوېټرپاڼه سمدستي او بې له کوم قید و شرطه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د افغانستان د بشري حقونوله وضعیت څخه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ
د افغانستان د بشري حقونوله وضعیت څخه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا چې د زده کړو په برخه کې یې فعالېت کاوه، څلور میاشتې مخکې د طالبانو حکومت له لوري د دوی په وینا؛ د خپل‌سرو او مشکوکو کړنو په تور ونیول وشو، خو د ښاغلي ویسا همکاران بیا وايي، نوموړي هېڅ راز سیاسي او خپل‌سري کړنې نه دي کړي او یوازې یې د زده‌کړو په برخه کې ښکاره فعالېتونه درلودل.

د مطیع الله ویسا له نیول کېدو وروسته له پراخو غبرګونونو سره هم طالبانو لا تر اوسه نوموړی له زندانه نه دی ازاد کړی.

په همدې حال کې د قلم لار بنسټ یوه غړې او د ښځو د حقونو فعاله مرضیه حفیظي وايي، د مطیع‌الله ویسا د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه‌ ورکول کېږي او تر خوا یې د طالبانو له زندانه د هغه د خوشې کېدو په برخه کې هیڅ ډول پرمختګ نه‌دی شوی.

هغې نن ازادي راډیو ته وویل:"سره له دې چې په همدومره موده کې په ځلونو زموږ له‌خوا اعلامیې خپرې شوې او د بېلابېلو اشخاصو او سازمونو له لوري غږ پورته شو. تر خوا یې له طالبانو وغوښتل شول چې باید دا ډول غږونه خاموش نه‌کړي، خو له بده مرغه تر اوسه موږ هیڅ ډول ځواب نه‌دی تر لاسه کړی. همدا ډول د هغه د خوشې کېدو لپاره هېڅ هیله‌مندي نه‌شته چې د ویسا برخلیک به څه ډول شي او هغه به کله له زندانه خوشې کېږي. "

مطیع الله ویسا په لرې پرتو سیمو کې د زده کړو د ترویج لپاره رضاکار کمپاینونه او هڅې کولې
مطیع الله ویسا په لرې پرتو سیمو کې د زده کړو د ترویج لپاره رضاکار کمپاینونه او هڅې کولې

د قلم لار بنسټ د طالبانو له حکومت غواړي چې د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو پرېکړه وکړي، ځکه د دې بنسټ له قوله، هغه بې‌ګناه دی او تر اوسه یې هیڅ ډول جرم نه‌دی ثابت شوی.

د طالبانو د حکومت له ویاندویانو سره مو د دې موضوع په اړه اړیکه ونیوه، خو ځواب یې را نه کړ. تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت له زندانه د ښاغلي ویسا د ازادۍ غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی.

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، دوی د بشري حقونو د فعالانو په ګډون، خبریالان او یو شمېر سیاسي اشخاص نیولي، چې ځینې یې د څه موده بند له تېرولو وروسته، بېرته خوشې کړې هم دي.

یو شمېر هغه کسان چې وروستیو کې د طالبانو د حکومت له زندانونو خوشې شوي، رسنیو سره مرکو کې د طالبانو د ناسم او غیر بشري چلند په اړه ادعاوې هم کړې دي، خو طالبانو یې څرګندونې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG