افغانستان
هیدر بار: بهرني ډیپلوماتان د افغان مېرمنو غږ نه اوري
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې پر بهرنیو ډیپلوماتانو نیوکه کړې چې د افغان مېرمنو غږ نه اوري.
هیدر بار دا خبره په کابل کې د طالبانو له خوا د شپږو افغان ښځينه فعالانه د موقتي بندیانېدو په غبرګون کړې ده.
مېرمن بار ویلي، ډیپلوماتان د هغو فعالانو غږ چې له بهر یې پورته کوي په بېلابېلو پلمو نه اوري.
اخوا د افغانستان د پخواني پارلمان یوې غړې مریم سلیمانخېل هم نیوکه کړې چې د هغې په خبره په بهر کې د طالبانو خواخوږي د افغان ښځينه فعالانو غږ نه اوري او په افغانستان کې دننه هم خاموشه یا له طالبانو په وېره کې دي.
اغلې مریم سلیمانخېل ویلي، هر ځای چې وي هره مېرمنه باید د افغان ښځو په ملاتړ غږ پورته کړي.
د طالبانو ځواکونو چې اټکل کېږي د دوی د استخباراتو کارکوونکي به وو د کابل له خیرخانې سیمې لږ تر لږه اته ښځينه فعالانې د یکشنبې په شپه ونیولې.
دا ښځینه فعالانې له څو ساعته زندان وروسته په دې شرط خوشې شوي چې بیا به د اعتراض نه کوي او غونډې به نه جوړوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلې تانزانیا ته هم ماتې ورکړه
د کرکټ د نولس کلنوکم عمره لوبډلو نړیوال جام سیالیو په ترڅ د افغانستان د کرکټ د تر ۱۹ کلنوکم عمره لوبډلې نن تانزانیا ته د نهو ویکټو په توپیرماتې ورکړه.
د تانزانیا لوبډلې د ټاس یا پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې د افغانستان لپاره د ۸۵ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبډلې وکولای شول د یوه لوبغاړي په سوځیدو دغه هدف پوره کړ. دا د افغانستان د کمکیوځوانانو د لوبډلې دریمه بریاده چې ترلاسه کوي یې.
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تردې مخکې په خپل ګروپ کې ویسټ انډیزاوجنوبي افریقا ته هم ماتې ورکړې دي.
پرکییف د روسیې په تازه بریدونو کې د هستوګنې د په زرګونو ودانیو د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي
د اوکراین چارواکي وايي چې د سې شنبې په ورځ د اوکراین پرپلازمینې کییف د روسیې د پراخو بریدونو په نتیجه کې د هستوګنې ودانۍ او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.
د کیف ښاروال، ویتالي کلیچکو، ویلي د دغو بریدونو له امله د هستوګنې د زرګونو ودانیود اوبو، بریښنا او د تودوخې سیستمونه قطع شوي دي.
د کلیچکو په وینا د نږدې شپږ زره ودانیو د تودوخې سیستم داسې مهال له کاره لوېدلی چې د کیف هوا تر منفي پنځلس درجې پورې رسېدلې. د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه د اوکراین له لوري د دوی پرغیرنظامي اهدافو د بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي. خو اوکراین تل د روسي د غیرپوځي هدفونو د په نښه کولو تور رد کړی دی.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، ویلي چې د روسیې په دې بریدونو کې د ګڼ شمېر بالیستیک او کروز توغندیو او له ۳۰۰ زیات بې پیلوټه تهاجمي الوتکو څخه کار اخیستل شوی دی. د زیلنسکي په خبره، اوس مهال کیف له تر ټولو ناوړه وضعیت سره مخ دی ځکه د ګڼ شمېر استوګنیزو ودانیو تودوخه له کاره لوېدلې ده.
ریچارډ بینیټ: هیوادونه دې د بشریت پرضد د جرم په توګه د جنسیتي توپیرپالنې یا اپارټایډ د قانوني کولو ملاتړوکړي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ له هیوادونو وغوښتل چې د بشریت پرضد د جرم په توګه د جنسیتي توپیرپالنې یا اپارټاید د قانوني کولو ملاتړوکړي. بینیټ نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل، په داسې حال کې چې په نیویارک کې د بشریت پر ضد د جرمونو د کنوانسیون په اړه بحثونه پیلیږي، دی د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض یا توپیرپالنې په اړه له کاري ډلې سره یوځای کیږي. په عین حال کې په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ استازي، چې چاري یې د پخواني جمهوري حکومت چارواکی نصیرفایق کوي، ویلي چې د ملګروملتونو په مقدماتي کمیټه کې یې د بشریت پرضد د مجازاتو او جنایتونو د مخنیوي پرفوري اړتیا ټینګارکړی. نوموړي په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د سیسټماتیکو او منظمو تاوتریخوالي قرباني دي. هغه ویلي چې په دې غونډه کې یې غوښتنه وکړه چې جنسیتي توپیرپالنې یا اپارټاید ته دې له قانوني پلوه د بشریت پرضد د یوه جنایت په توګه وګوري نه په سمبولیک ډول.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په ګډون د ملګرو ملتونو یو شمېر لوړ پوړو استازو د افغانستان وضعیت 'د جنسیت پر بنسټ اپارټایډ' بللی، خو تر اوسه پورې یې قانوني بڼه نده غوره کړې.
په عین حال کې په تیره تلې یا میزان میاشت کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ښځو او بشري حقونو لسګونو پېژندل شویو فعالانو او بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو څخه غوښتي چې جنسیتي اپارټایډ د جرمونو د کنوانسیون په مسوده کې شامل کړي.
UNHCR: په پاکستان کې د افغان کډوالو پرتګ راتګ محدودیتونو د هغوی ژوند سخت کړی دی
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پرتګ راتګ لګېدلي محدودیتونه بنسټیزو خدمتونو او د عاید سرچینو ته د دوی لاسرسی سخت محدود کړی او ډېری کورنۍ یې له سختو مالي بحرانونو سره مخ کړې دي.
په هغه راپورکې چې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا اړوند ریلیف ویبپاڼه کې د سې شنبې په ورځ خپورشوی، هغو افغانانو چې په اسلام اباد، راولپنډۍ او شاوخوا ولسوالیو لکه اټک کې ژوند کوي، له خپلو کورونو د ایستلو، د پولیسو له خوا د ځورونو، نیونو او شړلو د پېښو د زیاتوالي راپورونه ورکړي دي. د راپورله مخې په خیبر پښتونخوا ایالت کې سیمه ییزو چارواکو ته د کډوالو د مېشت ځایونو د بنسټیزو تاسیساتو د سپارلولړۍ ګړندۍ شوې. په دغو مېشت ځایونو کې د زده کړې، روغتیا، اوبو او ټولنیزو سرچینو اسانتیاوې سیمه ییزو او ایالتي چارواکو ته سپارل شوي چې دې کار په خیبرپښتونخوا کې د بشري مرستو د فعالیت فضا په څرګند ډول بدله کړې.
د UNHCR د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۱،۱ میلیونه څخه ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې تر ۱۵۴ زرو ډېر کسان جبري ایستل شوي دي.
د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرو له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبرله میاشتې راهیسې تر ۱،۹ میلیونه ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي، چې په کې د POR او ACC کارټ لرونکي او بې اسناده کسان شامل دي. د POR کارټ لرونکي په هغه هیواد کې د کډوالو په توګه ثبت دي او د ACC کارټ لرونکي هم د افغان اتباعو په توګه ثبت دي چې محدود خوندیتوب لري.
یواین ایچ سي آر د ټولو هغو افغانانو شمیرچې دا مهال په پاکستان کې اوسي، شاوخوا ۲ میلیونه یاد کړی دی.
د افغانستان او ویسټ اینډیز د کرکټ لوبډلې نن یو ځل بیا سره مخامخیږي
ټاکل شوې ده چې نن ماښام د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ویسټ اینډیز سره په شارجه کې مسابقه وکړي.
افغان لوبډلې د دوشنبې په ورځ هم په متحد عربي اماراتو کې له ویسټ اینډیز سره د شل اورونو لوبه وکړه چې هغه لوبه یې د اته دیرش منډو په توپیر وګټله.
په پام کې ده چې د افغانستان او ویسټ اینډیز لوبډلې سبا هم سره مخامخ شي.
د شل اورونو دا درې لوبې نړیوال جام ته د تیارو لپاره دي.
ټاکل شوې ده چې د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربتوب د فبروري په اوومه پيل شي او نژدې یوه میاشت دوام وکړي.
په نړیوال جام کې افغانستان په ( ډي) ګروپ کې له جنوبي افریقا، نیوزیلنډ، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره یوځای شوی دی.
له نولس کلنو کم عمره افغان لوبډله په نړیوال جام کې نن له تانزانیا سره مخامخیږي
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنوکم عمره لوبډله به نن چهارشنبې د کرکټ د نولس کلنوکم عمره لوبډلو نړیوال جام سیالیو په ترڅ له تانزانیا سره مخامخ شي۔
دا لوبه به د نامیبیا د پلازمینې ویندهوک د کرکټ په لوبغالي کې د کابل په وخت له غرمې مخکې په یولسو بجو پیل شي۔
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تردې مخکې په خپل ګروپ کې ویسټ انډیزاوجنوبي افریقا ته ماتې ورکړې اوتراوسه په خپل ډي ګروپ کې د جدول په سرکې دی. دا نړیوال جام د زیمبابوې او نامیبیا په ګډ کوربتوب ترسره کېږي چې پایلوبه به یې د فبروري په ۶ وي.
نن د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې
د طالبانود حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندنې ریاست نن چهارشنبه د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د درنې واورې، باران، تالنده بریښنا او تیزو بادونو د پیښیدو اټکل کوي.
دې ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې، ویلي چې په بلخ، فاریاب، سرپل، بادغیس، فراه، غور، هلمند کندهار، رزګان، دایکندي، بامیان، زابل، غزني، میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشیراو بغلان ولایتونوکې د سالنګونو په ګډن د باران کچه په بیلابیلو سیمو کې له لسو څخه تر۲۵ ملي مترو پورې او د واورې کچه له لسو څخه تر۴۵ سانتي میترو پورې اټکل کیږي. د دې ادارې په خبره په مرکزي، شمال لویدیځو او جنوبي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د تیزو بادونو د پیښیدو امکانات شته چې سرعت به یې په بیلابیلو سیمو کې له پنځوسو نه تر۹۵ کیلومتره په ساعت کې وي.
د هواپیژندنې ادارې همدارنګه په ګرمسیرو ولایتونو کې د سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
د کابل په برید کې دوه چینایان وژل شوي
په کابل کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د دوشنبې د ورځې په برید کې د دوو چینایانو په ګډون اووه تنه وژل شوي او شاوخوا دیارلس نور ټپيان شوې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د یوه چینایي د وژلو او د بل د ټپي کیدو خبر و رکړی و.
د کابل په ګلفروشي کوڅه کې د چینایانو پر یوه رستورانت د ( جنوري په ۱۹ مه) له یوې چاودنې وروسته دا مرګ ژوبله اوښتې ده. داعش خراسان څانګې د دې برید مسوولیت منلی دی.
چین د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د چینايانو امنیت تامین کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبې د (جنوري۲۰مه) ویلي،"بجینګ په فوري توګه له افغان چارواکو غواړي چې د دوشنبې د ورځې د برید د ټپیانو د درملنې لپاره د پام وړ هڅې وکړي او د چینايي وګړو د امنیت د تامین لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي".
بل پلو، چین خپلو اتباع ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته ماتې ورکړه
د فوټسال ملي لوبډلې نن سه شنبې په خپله دویمه لوبه کې ویتنام ته ماتې ورکړه.
دا لوبه چې د ویتنام په کوربتوب ترسره شوه، افغان لوبډله وتوانیده پنځه د دوو پر وړاندې ویتنامي لوبډلې ته ماتي ورکړي.
وړمه ورځ افغان لوبډلې په تمریناني لوبه کې ویتنام ته پنځه د درې پر وړاندې ماتې ورکړې وه.
تمه ده د فوټسال ملي لوبډله له دې بریا وروسته نن شپه په دوو لوبو کې چې د تایلنډ په وړاندې دي دغه هېواد ته سفر وکړي.
دا لوبې د۲۰۲۶کال په اسیا جام سیالیو کې د چمتوالي په موخه ترسره کیږي.
چین د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د چینايي وګړو امنیت تامین کړي
چین د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د چینايي وګړو امنیت تامین کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبې د (جنوري۲۰مه) ویلي،"بجینګ په فوري توګه له افغان چارواکو غواړي چې د پرونۍ برید ټپیانو د درملنې لپاره لازم اقدامات وکړي او د چینايي وګړو د امنیت د تامین په موخه ځانګړي تدابیر ونیسي".
بل پلو، چین خپلو اتباع ته خبرداری ورکړی چې افغانستان له سفر کولو ډډه وکړي.
پرون دوشنبې د کابل د شهرنو په ګلفروشۍ کوڅه کې د چینایانو پر یوه رستورانت برید وشو چې ۷ کسان په کې وژل شوي او شاوخوا شل نور په کې ټپیان شول.
داعش وسله والې ډلې د برید مسولیت منلی دی.