د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د بشري حقونو څار سازمان: د افغان ښځو دوامداره مقاومت پراخو خوځښتونو ته لاره هواروي


ارشیف: په کابل د معترضو ښځو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل د معترضو ښځو د یوه لاریون انځور

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د افغان معترضو ښځو له دوامداره مقاومت څخه دا درس اخیستل شوی چې دا ډول خوځښتونه پراخو خوځښتونو ته لاره هواروي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو او په دې موده کې د افغان ښځو پرله‌پسې اعتراضونو سره سم د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغان ښځې د ښې او متفاوتې راتلونکې په باور درلودلو سره د خپل پرله‌پسې مقاومت له امله الهام بخښونکي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې د څېړونکې مرستیالې سحر فطرت د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو پر ضد د لومړي لاریون د دوهمې کلیزې په مناسبت وویل چې د افغان ښځو پرله‌پسې لاریونونه نورو خوځښتونو ته لاره هواروي او فردي او ډله ییزه زړورتیا هڅوي.

فطرت زیاته کړه: "دا اړینه ده چې موږ د معترضو ښځو قدر وکړو او هغه څه مو چې د هغوی له مقاومت څخه زده کړي دا دي چې خوځښتونه نورو خوځښتونو لپاره لار خلاصوي، ان د مقاومت وړې هستې کولای شي د لویو خوځښتونو د جوړښت سبب شي."

په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې انځور. August 10 2023
په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې انځور. August 10 2023

د بشري حقونو د څار سازمان له دې سره سم د پنجشنبې په ورځ د یو راپور په خپرولو سره وویل، د طالبانو دوه کلنه واکمني د افغانستان د نجونو او ښځو لپاره دوه اوږده کلونه له لاسه ورکول او د لږو سرچینو په کارولو سره د ښځو د ځپلو پر وړاندې د مبارزې 'بېرحمه' کلونه وو.

په دغه راپور کې ویل شوي چې ښځې د مقاومت لپاره واټونو ته ووتلې او د مبارزې شعارونه یې ورکړل او د بشري حقونو د څار سازمان په خبره د طالبانو د 'وحشیانه' غچ اخیستو پر وړاندې، دوی د مقاومت نوې بڼې او د مبارزې لپاره بېلابېلې لارې، لکه د کور دننه د خوځښتونو او لاریونونو په لاره اچول، غوره کړې دي.

په همدې حال کې یوه له لومړۍ ښځینه مظاهره کوونکو څخه طیبې سلیماني چې د طالبانو له بیا واکمنېدو څخه دوې ورځې وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۷مه په کابل کې واټونو ته راووته او د ښځو د غوښتنو لپاره یې شعارونه ورکړل، ازادي راډیو ته یې وویل چې دوی لا هم پر ښځو د طالبانو د مخ په زیاتېدو محدودیتونو پر وړاندې په مختلفو بڼو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

سلیماني ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د ښځو اعتراضونه د ښځو پر وړاندې د طالبانو په چلند کې بدلون نه شي راوستلی، خو د هغې په وینا دا د دې لامل شوی چې نړۍ د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

هغې زیاته کړه: "کله چې موږ لاریونونه پیل کړل، یو شمېر خلک په دې باور وو چې دا د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو باندې کوم اغېز نه لري، خو دا لاریونونه چې تر اوسه روان دي، دوی لږ لږ دا ثابته کړې چې د لومړي لاریون څخه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۷مه ترسره شو تر اوسه هر یو یې د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو باندې اغېز درلود."

په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند یو انځور. December 28, 2021
په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند یو انځور. December 28, 2021

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته یو شمېر ښځو له زده کړو، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو څخه د ښځو د منع کولو پر ضد واټونو ته راووتلې او لاریونونه یې وکړل، خو د طالبانو له خوا د دغو اعتراضونو له ځپلو وروسته دغه اعتراضونه په سر پوښلې ځایونو او د ټولنیزو رسنیو او نورو وسیلو له لارې ترسره شول.

'ډوډۍ، کار، ازادي' د لاریون کوونکو ښځو یو له مشهورو شعارونو څخه دی چې د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، ساده غوښتنې دي، خو په ورته وخت کې حیاتي دي.

یاد سازمان وايي، دغو ښځو د ټولنيزې او مالي خپلواکۍ لپاره له خپلو حقونو دفاع کړې، خپل ژوند يې په خطر کې اچولى او د افغانستان د ټولو خلکو د ښې راتلونکې لپاره یې هڅې کړي، خو د بشري حقونو د څار سازمان وايي، لاريون کوونکو ته کمه پاملرنه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG